لښکرګاه (پژواک ٢٤ مرغومى ٩٠): د هلمند په مرکز لښكرګاه كې له ٨٠٠ ديني عالمانو څخه د مرغومي په ٢٤مه د دوولسم ټولګي ازموينه واخيستل شوه.
د دغه ولايت د پوهنې رياست مسولين وايي، چې دغو ديني عالمانو زده کړې په هېواد کې دننه او بهر په ديني مدرسو کې کړې، خو رسمي اسنادونه يې نه درلودل.
د دې ازموينې پر مهال د هلمند والي محمدګلاب منګل پژواك خبري اژانس ته وويل، چې تر دې ازموينې وروسته هر يوه ديني عالم ته، چې په ازموينه کې بريالى شي، د دوولسم ټولګي د فراغت سند وركړل شي.
د هغه په وينا، د دوولسم ټولګي د سند له مخې دغه ديني عالمان کولاى شي، چې لوړې زده کړې وکړي او يا هم په ښوونځيو کې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کړي.
د هلمند والي وويل، چې د دغو كسانو شمېر شاوخوا اته سوه كېږي او د دغه ولايت له بېلابېلو ولسواليو او مركزي سيمو څخه دي.
د نوموړي په وينا، په دې ازموينه کې د ديني عالمانو په دومره لوړه کچه ګډون دا ښيي، چې په دغه ولايت کې امنيت ښه شوى او خلکو پوهنې ته مخه کړې ده.
والي د ازمويني له ګډونوالو غوښتنه وكړه، چې له خپلې زده كړې څخه د هېواد په جوړونه او د ماشومانو په روزنه كې كار واخلي.
د دغه ولايت د پوهني رييس محمد نسيم ساپي پژواك خبري اژانس ته وويل، چې له مخکې د دغه ولايت له ديني عالمانو څخه په كندهار ولايت كې ازموينه اخيستل كېده، چې ډېرى كسانو هغه ولايت ته د تلو زړه نه ښه كاوه، خو د دوى په غوښتنه وزارت ومنله، چې دا ازموينه دې په لښكرګاه كې واخيستل شي.
نوموړي زياته كړه، دا يو ځانګړى امتياز دى او د برياليتوب په صورت كې به تر ډېره ياد كسان په ښوونځيو كې د ښوونكو په توګه جلب كړي او همدا راز به د اسلامي تعليماتو په برخه كې خپلې زده كړي پر مخ بوځي او دارالمعلمينو نو ته به هم جلب شي.
د دې ازمويني يوه ګډونوال ملا عبدالرحيم د پوهنې له وزارت څخه مننه وكړه، چې د دوى لپاره يې په لښکرګاه کې د ازموينې زمينه برابره کړه.
د ده په وينا، چې دى غواړي له برياليتوب وروسته په يوه ښوونځي كې زده كوونكو ته د ديني زده كړې لپاره د ښوونكي دنده ترسره کړي.