کابل (پژواک٢٥مرغومى٩٠): جاپان د ٨ ميليونه امريکايي ډالرو په بې بدله مرسته د غور ولايتي روغتون د اوسنۍ ودانۍ د بيارغونۍ ترڅنګ، دې روغتون ته نوې ودانۍ هم جوړوي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي، په کابل کې خبريالانو ته وويل چې د دې مرستې تړون، نن (د مرغومي ٢٥مه) د بهرنيو چارو وزارت د لومړي سياسي مديريت د مشر امان الله جيحون او په کابل کې د جاپان سفارت شازدافير سجى اوکادا تر منځ لاسليک شو.
د هغه د معلوماتو له مخې، په دې پروژه کې د روغتون اوسنۍ ودانۍ بيارغول کېږي او په نوې ودانۍ کې د جراحۍ، نسايي ولادي، داخلې، درملتون او نورې برخې شاملې دي.
د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، دغه روغتون دا مهال٨٠ بستره لري؛ خو د نوې ودانۍ په جوړېدو سره به يې د بستر شمېره ١٥٠ ته لوړه شي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دې پروژې کار به د راتلونکي لمريز کال په لومړيو کې پيل او په دوو کلونو کې به بشپړ شي.
جاپان څو ورځې وړاندې هم په باميانو، ډايکندي او غور ولايتونو کې ٧٠ ښوونځيو ته د ودانۍ جوړولو په موخه ٢٥ ميليونه امريکايي ډالرو مرسته وکړه.
د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، جاپان په تېرو شاوخوا ١١ کلونو کې له افغانستان سره د ٧ ميليارده ډالرو د مرستې ژمنه کړې ده، چې تردې مهاله يې په بېلابېلو برخو کې څه باندې ٣ ميليارده لګولي دي.