Language

ملا ضعيف: پاکستان ته کاذب هويت ورکولود سولې پروسه ځنډولې ده

کابل (پژواک ٢٥ مرغومى٩٠): د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په پاکستان کې د طالبانو سفير وايي، که امريکا د سولې د خبرو رښتينې هڅې وکړي، نو دى د طالبانو پر رښتينولۍ شک نه لري.

د طالبانو د حکومت پر مهال په اسلام اباد کې د افغانستان سفير ملا عبدالسلام ضعيف دا هم وايي، چې کېداى شي د امريکا او طالبانو تر منځ د خبرو له لارې د افغانستان د بهرني اړخ لرونکو ستونزو په لرې کېدو سره د افغانستان د دولت او طالبانو تر منځ د ستونزو د حل په موخه خبرو ته لار برابره شي.

 له څه مودې راهيسې د امريکا او طالبانو تر منځ د خبرو راپورونه خپرېدل، خو په دې وروستيو کې يادو دواړو لوريو هم تاييد کړې، چې تر منځ يې خبرې دوام لري.

 دغه راز راپورونه وايي، امريکا، المان او قطر پتېيلې، چې طالبانو ته په قطر کې دفتر پرانيزي.

افغان دولت او طالبانو هم وروسته د دغه دفتر له پرانيستلو سره خپله موافقه اعلان کړې ده.

 ملا عبدالسلام ضعيف د مرغومې په ٢٤مه له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې د سولې د خبرو په اړه وويل: ((داسې معلومېږي چې پر ځينو شيانو باندې نسبي موافقه هم شوې ده، هغه دا چې يو دفتر بايد پرانيستل شي، يو سياسي دفتر او همدارنګه ځيني بنديان چې د امريکا دي له طالبانو سره او د طالبانو بنديان له امريکا سره، د هغوى تبادله هم وشي.))

  خو هغه که څه هم وايي، چې د سولې په يادو خبرو کې رول نه لري، زياتوي، چې لا هم د سولې خبرې په داسې پړاو کې نه دي، چې د مذاکرې نوم ورکړل شي.

 ضعيف د طالبانو او امريکا تر منځ روانو خبرو ته هيله من دى او وايي، که چېرې کوم خنډ رامنځته نه شي دا خبرې به ښې پايلې ولري.

 ده وويل: ((زه فکر کوم، چې که امريکا په دې کې رښتينې وي، نو طالبان به هم په رښتيا ورته ځواب ووايي. که خداى نا خواسته د دې پروسې تر شاه يوه بله دسيسه وي او ښکاره شي، نو بيا کېدى شي، چې د دسيسې په مقابل کې بل څه وشي، خو زه د طالبانو په رښتينولۍ شک نه لرم.))

ضعيف په دې برخه کې د امريکا د رښتينولۍ په اړه زياتوي، چې د امريکا سيسټم ډېر مغلق دى او هلته ډېرې سيالۍ شته، چې له امله يې حکومت هڅه کوي، په بهر کې جګړې او ټکرونه رامنځته کړي، تر څو خپل کورنى وضعيت ارام وساتي.

هغه، امريکا د سولې د لارې خپلولو ته اړه بولي او زياتوي: ((دا يواځې داسې نه ده، چې امريکا يې غواړي يا يې نه غواړي، دا د ملتونو فشار دى… په افغانستان کې ١١ کاله جنګ وشو او بالاخره دا جنګ له ناکامۍ سره مخ شو.))

د ده په اند، په سياسيت کې د طالبانو ورګډول يوه اړتيا ده او امريکا پر افغانستان د بريد په پيل کې تېروتنه وکړه او وړاندې تر دې چې د طالبانو د حکومت پوځي اړخ له منځه يوسي، د هغوى سياسي اړخ يې له منځه يووړ او بريالۍ هم نه شوه.

ضعيف زياته کړه: ((کله چې سياسي ستراتيژي د جنګي ستراتېژي ځاى نيسي، سياست ته بايد ترجيح ورکړل شي او بنيادونه د سياست چې وي، هغه بايد را ژوندي کړاى شي او دا يو حقيقت دى.))

هغه وايي، چې طالبانو د واکمنۍ پر مهال هم د جګړې پر ځاى خبرو ته ترجيح ورکوله.

سرچينې زياته کړه: ((د دې لپاره له ما سره دليل هم شته، هغه دا چې موږ د امريکا د سپټمبر له ١١مې وروسته او له سپټمبر څخه مخکې چې کومې ستونزې له امريکا سره درلودې، د هغو لپاره موږ ځيني پروپوزلونه (وړانديزونه) جوړ کړي او درې پروپوزلونه موږ امريکايانو ته وړاندې کړي هم وو، خو متاسفانه چې امريکا د افغانستان حکومت په رسميت نه پېژاند، هغه يې رجکټ (رد) کړي وو.))

ده وويل، چې طالبانو د خبرو له لارې د ستونزې د حل لپاره بل پروپوزل هم امريکا ته ليکلى و، خو هغوى د جګړې لار غوره کړه او جنګ يې پر افغانانو تحميل کړ.

هغه په دې اړه، چې ولې طالبان د افغانستان د حکومت پر ځاى له امريکايانو سره خبرو ته لېواله دي؟ وويل. چې بنسټيزه ستونزه د طالبانو او امريکايانو تر منځ ده او ترڅو چې بهرنۍ ستونزې حل شوې نه وي، کورنيو ستونزو ته د حل لار نه پيدا کېږي.

د ده په وينا، طالبان له امريکا سره د ستونزې د نړيوال اړخ پر سر خبرې کوي، چې د افغانستان د حکومت په واک کې نه دي.

ده د امريکا له زندانونو څخه د طالب بنديانو خوشي کول، د امريکا او ملګرو ملتونو له تورو لېستونو څخه د طالب مشرانو د نومونو توږل او د هغوى پر سر د اېښودل شوو جايزو لرې کول د بېلګې په توګه هغه څه ياد کړل، چې د ده په باور د افغانستان حکومت يې په اړه په تېرو لسو کلونو کې څه ونه کړاى شول.

خو د خپرو شوو خبرونو له مخې، ملګروملتونو شاوخوا دوه کاله مخکې د ولسمشر حامد کرزي له غوښتنې وروسته د طالبانو د پخواني حکومت د پنځو چارواکو نومونه له تور لېست څخه په دې موخه و ايستل، چې له طالبانو سره احتمالي خبرو ته لاره هواره شي .

د عبدالسلام ضعيف په وينا، د افغانستان د بهرني اړخ لرونکو ستونزو په لرې کېدو سره به د طالبانو او او افغان دولت تر منځ د خبرو د پيل پړاو ته لاره برابره شي او د ستونزو د حل کولو پر سر به سره خبرې وکړي.

هغه وايي، تېرو دېرشو کلونو وښوده، چې په افغانستان کې هېڅ يو لورى نه شي کولى، بل له پامه وغورځوي او که بيا هم داسې وشي، نو ستونزې به پرځاى پاتې وي.

ده زياته کړه: ((اوس ټول پوهېږي، طالبانو د دې لپاره پيش بيني (وړاندوينه) کړې ده، چې دوى انحصار طلبي نه کوي، دوى حکومت نړول نه غواړي، په هغه کې اصلاح غواړي.))

ضعيف وويل، چې د افغانستان دولت بايد د امريکا او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو د برياليتوب لپاره همکاري وکړي او د خبرو دويم پړاو ته انتظار وباسي.

دى د امريکا او طالبانو تر منځ خبرې د هغو خنډونو د له منځه وړلو پړاو بولي، چې په لرې کېدو سره به يې د افغانانو تر منځ خبرو ته لاره هواره شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان دولت له دغو خبرو سره مخالفت نه دى کړى، خو ويلي يې دي، چې د سولې خبرې بايد د افغانانو تر مشرۍ لاندې ترسره شي.

ملا عبدالسلام ضعيف له طالبانو سره د خبرو په اړه وايي: ((زه فکر کوم چې که حکومت غواړي يا بل څوک غواړي، چې له طالبانو سره د محکوم په حيث، کېني، د يوه محروم طرف په حيث، د يوه مظلوم او بې دفاع طرف په حيث… نو دلته بيا د حل لار نه پيدا کېږي.))

هغه د سولې په خبرو کې د پاکستان د اغېزې په اړه وويل، چې پاکستان په سيمه کې خپل اغېز لري، خو که د افغانستان ستونزه د افغانانو له نظره حل نه شي، نور څوک يې نه شي حل کولاى.

د ضعيف په اند، د افغانستان د سولې پروسه له دې امله ځنډول شوې، چې نړيوالې ټولنې او افغان حکومت طالبان د پاکستان د لاس اله ګڼلي او داسې يې ښودلې، چې ګواکې د طالبانو واک د پاکستان په لاس کې دى.

هغه پاکستان ته د دا ډول ترجيح ورکولو په اړه وويل: ((زه فکرکوم دا کومه ترجيح چې وه، دا غلطه وه، دا امريکايانو او هغه کوم قوتونه چې له دوى سره دي، چې په دې لاره کې يې کوشش کړى، دا حقيقت هغوى ته څرګند شوى دى.))

ضعيف زياته کړه، نه يواځې دا چې پاکستان ته کاذب هويت ورکړل شوى و، بلکې ځيني نور پروتوکولونه هم وو، چې په افغانستان کې مطلق اکثريت له پامه وغورځول شي او معاملې د نورو تر منځ وشي.

هغه پرته له دې چې د يادو پروتوکولونو په اړه نور جزئيات ورکړي، وويل، چې دغه مهال هم يادې معاملې روانې دي، خو اوس چې حقيقت رابرسېره شوى، دغه پروتوکولونه لغوه کېږي او بايد لغوه شي.

د افغانستان د دولت او نړيوالې ټولنې له خوا د افغانستان د اساسي قانون منل طالبانو ته د شرط په توګه وړاندې کېږي، خو طالبانو ويلي، چې د قضيې د حل په مقصد له نړيوالې ټولنې سره د هغوى افهام او تفهيم د اساسي قانون په منلو پورې تړلی نه دی.

ضعيف وايي، چې نړيواله ټولنه طالبانو ته په سياست کې د ګډون لپاره د اساسي قانون د منلو شرط د يوې وسيلې په توګه کاروي.

هغه زياتوي، دا د افغانانو کورنۍ مسئله ده او بايد د سولې د خبرو پر وړاندې د يوه خنډ په توګه رامنځته نه شي.

ضعيف زياته کړه: ((زه فکر کوم تر اوسه اساسي قانون د يوې وسيلې په توګه هم خارجيانو استعمال کړى او هم په افغانستان کې واکدارانو له دې څخه استفاده کړې وه … طالبان نه حکومت په رسميت پېژني او نه يې اساسي قانون.))

ده وويل، که چېرې طالبان اساسي قانون ومني، نو د حکومت ټولو پرېکړو ته بايد غاړه کېږدي او هغه پرېکړې هم ومني، چې له مخې يې يو شمېر طالبان په کلونو بند محکوم شوي دي.

په پاکستان کې د طالبانو پخواني سفير زياته کړه: ((دا صحيح ده، چې افغانستان يوه اساسي قانون ته ضرورت لري، مګر تر دې ټولو وړاندې سوله مهمه ده او ثبات مهم دى، کېداى شي پر اساسي قانون باندې بيا له سره کېني او غور وشي او همدا اساسي قانون بېرته تصويب شي.))

د ده په وينا، چې د اساسي قانون په جوړېدو کې ټول افغانان حق لري او د اوسني قانون د تصويب په وخت کې د افغانستان مطلق اکثريت ونډه نه درلوده.

اوسنى اساسي قانون د لويې جرګې له خوا په ١٣٨٢کال کې تصويب شوى دى.

ضعيف وايي، چې تر اوسه د امريکا او طالبانو تر منځ په خبرو کې هېڅ رول نه لري، خو که هر څوک ترې مشوره وغواړي، نو د افغانستان د خير لپاره به مشوره ورکړي.

ده د خپلو خبرو په پاى کې د طالبانو او امريکا تر منځ د باور د فضا رامنځته کولو لپاره د بنديانو تبادله او طالبانو ته د ادرس جوړېدل اړين وبلل.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو له مخې، ځيني لوړ پوړي طالبان قطر ته تللي او ويل کېږي، چې ښايي پنځه پخواني لوړ پوړي طالب چارواکي له ګوانتانامو زندان څخه خوشي او په قطر کې نظر بند وساتل شي.

ضعيف وويل، چې که طالب بنديان راخوشي شي او طالبان سياسي پروسې ته داخل شي، نو دا به د برياليتوب او د باور رامنځته کولو پر لور يو ګام وي.

Related Topics