Language

يو طالب قوماندان ووژل شو

محمودراقي (پژواک ٢٥ مرغومى ٩٠): امنيتي چارواکي وايي، چې د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او پوليسو تر منځ نښته کې يو طالب قوماندان ووژل شو.

د تګاب ولسوالۍ امنيه قوماندان حاجي شاغا د مرغومي په ٢٥مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه د تګاب په تترخېلو سيمه کې د پوليسو او وسله والو طالبانو تر منځ په نښته کې د طالبانو يو سيمه ييز قوماندان وژل شوى دى.

د هغه په وينا، دغه قوماندان مبارز نومېده او شل وسله وال کسان يې درلودل، چې د تګاب په بېلابېلو سيمو کې يې د افغان او بهرنيو ځواکونو پر ضد وسله واله مبارزه کوله.

نوموړي وويل، چې نښته د وسله والو طالبانو د يوه کمين په ترڅ کې رامنځ ته شوه، چې يواځې قوماندان يې ووژل شو او کسان يې وتښتېدل.

امنيه قوماندان زياته کړه، چې قوماندان مبارز پخوا د اربکيو قوماندان و، خو په تېر اوړي کې يې د اربکيو دوه قومانان و وژل او د وسله والو طالبانو ليکو ته ورغى.

د ده په خبره، چې د دغه قوماندان مړى دغه مهال د تګاب په ولسوالۍ کې دى او غواړي، چې د هغه د کورنۍ غړو ته يې وسپاري.

د شکرالله په نوم د تترخېلو د سيمې اوسېدونکى وايي، چې د تګاب او اله ساى ولسواليو تر منځ د غځېدلي سړک پر سر بېګا شپه د پوليسو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته رامنځ ته شوه.

د ده په وينا، په نښته کې وژل شوى قوماندان مبارز د تترخېلو د ملايانو کلي اوسېدونکى و او په همدې سيمه کې به يې زياتره وسله وال فعاليتونه ترسره کول.

سيمه ييزو طالبانو هم د قوماندان مبارز د وژنې پخلى کړى دى.

Related Topics