کلات (پژواک ٢٥ مرغومى ٩٠): د زابل د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي، چې په روان لمريز کال کې په دغه ولايت کې د پوليو درې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د زابل د عامې روغتيا رييس ډاکتر لعل محمد نن (د مرغومي ۲۵مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښې د تېرو لسو مياشتو په جريان کې ثبت شوې دي.
د هغه په وينا، له دوى سره د پوليو ټولې ۲۲ پېښې ثبت شوې وې او دوى مرکز ته خبر ورکړى و، خو کله يې چې نتيجه معلومه شوه، يواځې درې په کې مثبتې وې.
نوموړي وويل، په درېيو ماشومانو کې، چې په کې د پوليو ناروغۍ ثابته شوې، يو د کوچيانو په کورنۍ پورې اړه لري او دوه نور هم هغه ماشومان وو، چې واکسين شوي نه وو.
ډاکتر لعل محمد زياته کړه، چې پوليو يوه ساري ناروغي ده او پر هغو ماشومانو ژر اغېز کوي، چې عمر يې تر پنځو کلونو کم وي.
ده وويل، چې د دغې ناروغۍ يواځينى مخنيوى له پنځو کلونو څخه په کم عمر کې ماشومانو ته د پوليو ضد واکسين ورکول دي.
نوموړي زياته کړه: ((په زابل ولايت کې د پوليو د ناروغۍ د بشپړ مخنيوي په موخه نن د پوليو ضد واکسينو د ژمي کمپاين هم پيل شو.))
د زابل د عامې روغتيا رييس وايي، چې دغه کمپاين به درې ورځې دوام ولري او د دغه ولايت د مرکز په ګډون به ټولې ولسوالۍ او کلي تر خپل پوښښ لاندې راولي.
هغه د زابل ولايت له اوسېدونکو غوښتنه وکړه، چې د خپلو اولادونو د راتلونکې د خونديتوب او د پوليو د ناروغۍ څخه د هغوى د ژغورنې په موخه بايد د دوى له رضاکارو ډلو سره د واکسين په تطبيق کې مرسته وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP