Language

ددوه قاچاق وړونکو د نيولو خبر ورکړل شو

جلال اباد (پژواک ٢٦ مرغومى ٩٠): په ننګرهار ولايت کې مېشت ايساف ځواکونه وايي، چې په شينوارو کې د يو لړ عملياتو پر مهال يې د نشه يي توکو دوه مهم قاچاق وړونکي له ملګرو سره نيولي دي.

په ختيځ کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر د مرغومي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه عمليات يې د تېرې جمعې په ورځ ترسره کړي دي.

سرچينې زياته کړه، چې د دغو عملياتو په ترڅ کې د بنده ګل او سوچه ګل په نومونو دوه مهم قاچاق وړونکي، چې له وسلوالو مخالفينو سره يې مالي همکاري درلوده، له ٨ ملګرو سره نيولي دي.

سرچينې زياته کړه، چې له نيول شويو کسانو څخه يې پلټنې پيل کړې دي.

د ايساف مطبوعاتي دفتر د دقيق ځاى له ښودلو او د نورو معلوماتو له ورکولو څخه ډډه وکړه.

د غني خېلو ولسوال حاجي زلمي پژواک ته وويل، چې ايساف ځواکونو ياد عمليات د تېرې جمعې ماښام د دغې ولسوالۍ د ٢٦مې ويالې په خړي فارم کې ترسره کړي او په ترڅ کې يې لس تنه نيولي دي.

نوموړي زياته کړه، چې تېر ماښام له نيول شويو څخه ٤ تنه خوشې شوي او هيله من دى، چې ٤ نور يې نن يا سبا خوشې شي.

ولسوال وويل، چې له پاتې دوو تنو څخه، چې ايساف ته مطلوب دي، پلټنې روانې وي.

بلخوا د کونړ ولايت امنيتي مسوولينو د درېيو پاکستانيو طالبانو د نيولو خبر ورکړى دى.

د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عوض محمد نذيري پژواک اژانس ته وويل، دغه درى پاکستاني طالبان د شيګل ولسوالۍ د شلطن په دره کې نيول شوي دي.

د هغه په وينا، دغه وسلوال د پاکستان د سوات سيمې اوسېدونکي دي او ترې څلور ميله وسلې، چې د پاکستان د پوځ لخوا کارول کېږي، ترلاسه شوي دي.

د يادونې ده، چې له دې مخکې هم پاکستاني طالبان د کونړ ولايت په بېلابېلو سيمو کې د پوليسو او نورو کشفي ارګانونو لخوا نيول شوي دي.

دغه راز د ميدان وردګو په سيداباد ولسوالۍ کې هم دوه وسلوال طالبان نيول شوي دي.

د سيداباد ولسوال ډاکتر مسلم پژواک ته وويل، چې ياد کسان تېره شپه د ايساف او ملي امنيت ګډو ځواکونو لخوا نيول شوي او ترې پوښتنې روانې دي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.