Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ميدان ښار (پژواک ٢٦ مرغومى ٩٠): په ميدان وردګو ولايت کې پر ۲۰۰ اړو او بې وزلو کورنيو د پاملرنې موسسې له خوا ژمنۍ مرستې ووېشل شوې.

 د ميدان وردګو د ولايتي شورا رييس محمد حضرت جانان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې مرسته شويو توکو کې بړستنې، ترپالونه او ژمنۍ جامې شاملې وې.

  ده دغه مرسته پر وخت او د اړينو کورنيو ښه لاسنيوى وباله او په دې برخه کې د نورو مرستو غوښتونکى هم شو.

 د ميدان وردګو د پېښو پر وړاندې د مبارزې رييس نجيب الله اکبري وويل، چې دغه مرستې د پاملرنې نړيوالې موسسې په مالي مرسته د دې ولايت له ۲۰۰  اړو کورنيو سره وشوې.

 ده وويل، يادې شوې کورنۍ له مخکې سروې شوې وې او ورته کارتونه ورکړل شوي وو، چې د ټولو ولسواليو بې وزلې کورنۍ په کې شاملې دي.

  خو نوموړي زياته کړه، چې پاملرنې موسسې د دغو توکو د لګښت په اړه معلومات نه دي ورکړي.

  د عبدالله په نوم يو تن چې دغه مرستې يې ترلاسه کړي، پژواک ته وويل چې هرې کورنۍ ته څلور بړستنې، يو ترپال، ژمني جاکټونه او ژمنۍ جامې ورکړل شوې.

 هغه په دې مرستو خوښي وښوده او زياته يې کړه، چې دوى اوس د سون او خوراکي توکو ته هم اړتيا لري.

  د ميدان وردګو د والي وياند شاهد الله شاهد پژواک اژانس ته وويل، چې د ولايت مقام هڅه کوي د بېلابېلو ټولنو له لارې د دې ولايت له اړو کورنيو سره مرستې وکړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.