لښکرګاه (پژواک ٢٦ مرغومى ٩٠): د هلمند ولايت د مركزي زندان مسووليت د عدليې له وزارت څخه د كورنيو چارو وزارت ته وسپارل شو.
په هغې غونډه كې چې د مرغومي په ۲۶مه، د ولايت د غونډو په تالار كې د همدې مراسمو په موخه جوړه شوې وه، په کې د هلمند والي ګلاب منګل، امنيه قوماندان او نورو ځايي چارواکو ګډون کړى وو.
په دې مراسمو كې د پوليسو د ۷۰۷ زون قوماندان پاسوال عصمت الله دولتزي وويل، چې تردې وروسته به د دې زندان ټولې چارې د پوليسو له خوا پرمخ وړل كېږي او هڅه به كوي، چې ټولې چارې په ښه توګه ترسره شي.
نوموړي زياته كړه، اوس پوليس د دې وړتيا لري چې ورته سپارل شوى مسووليت په سمه توګه ترسره كړي او ټول هغه امكانات، چې په زندانونو كې په كار وړل كېږي، برابر كړي.
د هلمند والي محمد ګلاب منګل هم په خپله وينا كې وويل، چې د هلمند مركزي زندان كه څه هم درې كاله وړاندې له يو لړ ستونزو سره مخ و؛ خو اوس يې کارونه سم شوي او روزنيزه بڼه يې خپله کړې ده.
د هغه په وينا، پخوا په دې زندان کې نشه يي توکي کارول کېدل؛ خو اوس زندانيانو ته د حرفوي زده کړو ترڅنګ ليک لوست هم ورزده کول کېږي.
نوموړي د كورنيو چارو وزارت له مسوولينو او په ځانګړې توګه د امنيه قوماندانۍ له مسوولينو څخه غوښتنه وكړه، چې خپل ورسپارل شوي مسووليت ته پوره پاملرنه وكړي او ټول كارونه يې معياري كړي.
د هلمند امنيه قوماندان سمونوال عبدالنبي الهام ګډونوالو ته ډاډ وركړ، چې د دې زندان به په پوره ډول څارنه كوي او د قانون په چوكاټ كې به يې چارې په ښه توګه پرمخ بيايي.
ده وويل، چې د تېر په څېر به د زندانيانو روزلو او امكاناتو برابرولو ته زياته پاملرنه كوي، ترڅو يې كارونه معياري او زندان په يوه روزنيز مركز بدل شي.
د دې زندان مسوول پاسوال بسم الله خان حميد هم په زندان كې د تېرو څو كلونو په اوږدو كې د مثبت بدلون خبره وكړه او ويې ويل، چې د دې زندان لپاره ودانۍ او تخنيكي امكانات برابر شوي دي، ان له زندانيانو سره د قانوني كړنو په برخه كې هم ښه والى راغلى دى.
د هلمند په زندان كې دا مهال د چارواكو په وينا، ۱۱۰۲ تنه په بېلابېلو جرمونو نيول شوي زندانيان د بند شپې ورځې تېروي.
د يادونې وړ ده، چې تېره اونۍ په ټول هېواد کې د ولسمشر حامد کرزي د فرمان له مخې، د زندانونو مسووليت له عدليې وزارت څخه د کورنيو چارو وزارت ته وسپارل شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP