Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سالنګونه د ترافيکو پر مخ خلاص شول

چاريکار (پژواک ٢٦ مرغومى ٩٠): د سالنګ لويه لاره، چې د واورو او توپان له امله تېر ماښام په شمالي او سوېلي سالنګ کې د ترافيکو پر مخ تړل شوې وه، نن سهار بېرته خلاصه شوه.

دغه مطلب د سالنګونو د ساتنې او څارنې رييس  جنرال رجب نن (د مرغومي ٢٦مه) پژواک خبري اژانس  ته په ډاګه کړ.

رجب زياته کړه، چې په سالنګونو کې توپان او اورښت درېدلى او د سالنګ لويه لاره له دواړو خواوو د مسافر وړونکو موټرو پر مخ خلاصه شوې ده.

دغه لويه لاره مرکز له ٩ شمالي او شمال ختيځو ولايتونو سره نښلوي.

د رجب په وينا، لسګونه موټر چې د لويې لارې دواړو خواوو ته د مسافرو د خونديتوب لپاره درول شوي وو اوسمهال د سالنګ له لويې لارې د تېرېدو په حال کې دي.

سرچينې زياته کړه، چې د دغو موټرو له تېرېدو وروسته به بار وړونکو موټرو ته هم د تېرېدو اجازه ورکړل شي.

همدارنګه د جبل سراج د ترافيکو مسوول نعيم الله پژواک خبري اژانس  ته وويل، چې نن سهار شپږ بجې ټولو مسافر وړونکو موټرو ته اجازه ورکړل شوه او ډېر ژر به بار وړونکو موټرو ته هم اجازه ورکړل شي.

د ژمي په موسم کې په سالنګونو تل د توپان او اورښتونو له امله ستونزې راولاړېږي، چې کله نا کله د مړينې لامل هم کېږي.

د ١٣٨٩ کال د سلواغې په ١٩ مه نېټه په سوېلي سالنګ کې د واورې د ښويېدو او توپانونو له امله نږدې ١٧٠ تنه مړه او ١٢٥ نور ټپيان وو.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.