Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

له روسيې څخه د پېرل شويو تېلو زر ټنه کابل ته را ورسېدل

کابل (پژواک ٢٦ مرغومى ٩٠): له روسيې څخه افغانستان ته د لس زره ټنه پېرل شويو ډېزلو زر ټنه رارسېدلي او سر له نن څخه به په دولتي ټانکونو کې يو لېتر ډېزل په ٦٠ افغانيو پلورل کېږي.

 دغه څرګندونې د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د نفتي توکو رياست مشر انجنير فريد شېرزي د مرغومي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وکړې.

 د شېرزي په وينا، تر اوسه د کابل ښار د تېلو په شلو دولتي ټانکونو کې يو لېتر ډېزل په ٦٥ افغانۍ پلورل کېدل.

 دى وايي، چې د تېلو په دولتي ټانکونو کې يو لېتر پټرول اوس هم په ٦١ افغانيو پلورل کېږي.

 هغه وويل، چې له روسيې څخه د لس زره ټنه ډېزلو د پېر تړون د افغان او روسي چارواکو تر منځ دوه مياشتې مخکې لاسليک شوى و او نن د دغو تېلو زر ټنه کابل ته را ورسېدل.

 دى وايي، چې د دغو تېلو د رالېږد لړۍ دوام لري.

 له شاوخوا يوې نيمې مياشت راهيسې د کابل ښار د تېلو په شخصي ټانکونو کې د يو لېتر ډېزلو بيه له ٥٨ څخه ٧٢ ته او د يو لېتر پټرولو بيه له ٥٧ څخه ٦٥ افغانيو ته لوړه شوه.

 خو دغه مهال دکابل ښار د تېلو په نا دولتي ټانکونو کې يو لېتر پټرول په ٦٢ او يو لېتر ډېزل په ٦٨ افغانيو پلورل کېږي.

 شېرزي د پټرولو د بيې په اړه وويل، چې په راتلونکو نږدې ورځو کې به د دولت له خوا له ايران څخه پېرل شوي پنځه زره ټنه پطرول هم کابل ته را ورسېږي، چې بيا به په ښار کې د پټرولو بيو ته په کتو سره ښاريانو ته عرضه شي.

 د ده په وينا، د سوداګرۍ وزارت په پام کې لري، چې له خصوصي سکټور سره په تفاهم د کابل ښار شخصي ټانکونو ته تېل عرضه کړي، تر څو هغوى هم ښاريانو ته په مناسبه بيه تېل ورکړي.

 خو هغه په دې اړه نور معلومات ورنه کړل.

 د سرچينې د څرګندونو له مخې، په کابل ښار کې د ورځې پنځه سوه ټنه ډېزلو او پټرولو ته اړتيا ده.

 شېرزي وويل، کېداى شي چې د افغانستان دولت په نږدې راتلونکي کې له روسيې څخه ٢٥ زره ټنه ډېزل او پټرول وپېري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.