Language

په مزار کې د کرنيزو او حيواني محصولاتو د پلورنې مرکز پرانېستل شو

مزارشريف (پژواک ٢٦ مرغومى ٩٠): د بلخ په مركز مزارشريف كې د يوې افغانې مېرمن له خوا د كرنيزو او حيواني محصولاتو د پلورنې مرکز پرانېستل شو.

 د همدې مركز مشرې مېرمن منيرې قاضي زاده د مرغومي په ۲۶مه، پژواك خبري اژانس ته وويل، چې په دغه مركز كې يې ۷۵سلنه په خپله پانګونه كړې او پاتې ورسره د امريكا متحده ايالاتو د پراختيايي ادارې له خوا مرسته شوې ده.

 نوموړې زياته كړه، چې په ياد شوي مركز كې يې د ۱۰۰زره امريكايي ډالرو په ارزښت كرنيز او حيواني درمل ځاى پر ځاى كړي، چې كروندګر او مالدارن به ترې ګټه اخلي.

 د هغې په وينا، په ياد شوي مركز كې يې لسګونو بې روزګاره مېرمنو ته د كار زمينه هم برابره كړې ده او هڅه كوي، چې له دې لارې هغه مېرمنې چې د كرنې په برخه كې د كار كولو هيله لري، مرسته ورسره وكړي.

 ده زياته کړه، چې د بلخ ولايت ښځينه کروندګرې به په کې خپل کرنيز او حيواني محصولات هم وپلوري.

 ده وويل، په دې مرکز کې د حيواني او نباتي درملتون هم شته، چې پر کروندګرو د بازار په پرتله درمل  په ٣٠ سلنه تخفيف پلوري.

 د امريكا د متحده ايالاتو د پراختيايي ادارې مشرې مېرمن ريمي د ياد شوي مركز د پرانېستې پر مهال رسنيو ته وويل، د خوښۍ ځاى دى، چې د سړيو ترڅنګ د دغه هېواد مېرمنې هم د كرنې په برخه كې كار كولو ته لېوالتيا لري.

 نوموړې زياته كړه، چې ياد شوي مركز د هغو مېرمنو لپاره چې د كرنې په برخه كې كار غواړي، يو ښه ځاى دى.

 د مزارشريف اوسېدونكې شاپرۍ د ياد شوي مركز په پرانېستې خوښي څرګنده كړه او پژواك ته يې وويل، دا هيله كوي، چې په دغې برخه كې به دولت له ښځينه کروندګرو سره هم د پام وړ مرسته وكړي.

 نوموړې زياته كړه، چې په نهرشاهي ولسوالۍ كې د روميانو پټي لري، چې له حاصلاتو يې روب جوړوي.

 د هغې په وينا، ياد شوى مركز د دې كرنيز چارو ته نوى رنګ وركولى شي؛ خو له دولت څخه يې غوښتنه كوله، چې محصولاتو ته يې د بازار موندنې په برخه كې مرسته وكړي.

 

Related Topics