Language

مزارشريف (پژواك ۲۷مرغومی ۹۰): د شمال زون امنيتي مسوولينو په دغه زون كې د امنيت د لېږد دوهم پړاو ته خپل چمتووالى په ډاګه كړ.

 په مزارشريف كې د شمال زون د ۳۰۳ پامير قوماندان جنرال بابا جان عزيزي، د دغې قوماندانۍ له تعليمي مركز څخه د ۳۹۸ افسرانو د فارغېدو په مراسمو كې د خپلو خبرو په ترڅ كې وويل، چې د شمال زون د نهو ولايتونو امنيت د تېرو كلونو په پرتله خورا ښه شوى دى.

 نوموړي زياته كړه، چې د دغه زون ټولې لويې لارې په امنيت كې دي او په بشپړ ډول د پوليسو تر كنټرول لاندې دي.

 د هغه په وينا، عام خلك له دوى سره د امنيت د راوستو په برخه كې پوره ملاتړ كوي.

 د شمال زون د ۳۰۳ پامير قوماندان همداراز په هېواد كې د امنيت د لېږد پروسه بريالۍ وبلله، زياته يې كړه: ((په لومړۍ دوره كې د شمال زون د مزارشريف ښار د امنيت مسووليت افغان ځواكونو ته سپارل شوى وو؛ خو په دويمه دوره كې به د بلخ ولايت سربېره د شمال زون د يو شمېر نورو سيمو د امنيت چارې هم افغان ځواكونو ته وسپارل شي.))

 د هغه په وينا، سربېره پر دې چې د پوليسو د كمښت او د يو لړ تجهيزاتو له كموالي سره مخ دي؛ خو بيا هم د خپلو سيمو د امنيت د اخيستو چارې ته په پوره توګه چمتووالى لري.

 جنرال بابا جان د نننيو فارغ شويو افسرانو په اړه وويل، چې دوى به د شمال زون په بېلا بېلو سيمو كې د امنيت د ټينګښت په موخه په دندو ګومارل كېږي.

 نوموړي زياته كړه، چې نن ۳۹۸ افسران له يو لړ مسلكي زده كړو وروسته، فارغ او سندونه وركړل شول.

 احمدالله، چې له شپږ مياشتنيو زده كړو وروسته يې د پوليسي سند په لاس كې و، پژواك خبري اژانس ته وويل، چې دى په پوره توګه چمتو دى، چې د يوه ساتونكي په توګه د خپلو خلكو لپاره كار وكړي.

 نوموړي زياته كړه: ((دا مې ارمان و، چې د افغان پوليسو په توګه مې دريشي پر تن وي او د خلكو خدمت كوم.))

 جنرال عزيزي وويل، چې د فارغ شويو سرتېرو په ګډون د شمال زون د ۳۰۳ پامير له بېلا بېلو تعليمي مركزونو څخه د تېرو څو كلونو په ترڅ كې ۳۳زره ۸۵۰ پوليس په مسلكي زده كړو سمبال او فارغ شوي دي.

 افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد دوهم پړاو د روان کال د ليندۍ په لسمه، له پروان ولايت څخه پيل شو.

 په دې پړاو کې بلخ، ډايکندي، تخار، سمنګان، کابل، نيمروز، پروان ولايتونه او د جلال اباد، چغچران، شبرغان، فيض اباد، غزني، ميدان ښار او قلعه نو ښارونه شامل دي.

  د بدخشان، هلمند، هرات، ننګرهار، لغمان، سرپل او ميدان وردګ يو شمېر ولسوالۍ هم د لېږد په دوهم پړاو کې شاملې دي.

 

Related Topics