Language

د ختيځو ولايتونو او قبايلي سيمو ژورنالېستانو د مکرم خان وژنه وغندله

جلال اباد (پژواک ٢٨ مرغومى ٩٠): د ختيځو ولايتونو او قبايلي سيمو د ژورنالېستانو ټولنو د امريکا د ډېوې راډيو د خبريال مکرم خان وژنه په ازاد ژورناليزم يو ستر ګوزار وباله.

مکرم خان، چې په پاکستان کې د امريکا غږ اړوند د ډيوې راډيو او د دنيا په نوم له يوې پاکستانۍ ټلويزيوني شبکې سره د خبريال په توګه دنده ترسره کوله، پرون د ماښام د لمانځه پر مهال د نا پېژانده وسلوالو له خوا د خيبر پښتونخوا ايالت په شبقدر سيمه کې و وژل شو.

د ختيځې سيمې د ليکوالو او ژورنالېستانو ټولنې او د دغې سيمې د ژورنالېستانو دفاع کمېټې د مرغومي په ٢٨مه د يوې غونډې په ترڅ کې د مکرم پر وژنې خواشيني څرګنده کړه او په کلکه يې وغندله.

د ختيځې سيمې د ژورنالېستانو ټولنې مشر استاد لعل پاچا ازمون پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ورځ تر بلې په پښتون مېشتو سيمو کې د ازاد ژورناليزم ټغر مخ پر ټوليدو دى.

هغه زياته کړه، چې له مسلکي پلوه ژورنالېستان بې پرې خلک دي او د هېچا پلوي نه کوي.

نوموړي په افغانستان او پاکستان کې د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتنه وکړه، چې د بيان ازادۍ ته په درناوي دې له ژورنالېستانو سره د خبر جوړولو پر مهال مرسته وکړي.

د پاکستان د خيبر پښتونخوا د قبايلي سيمې د ژورنالېستانو د ټولنې مشر صفدر حيات داوړ پژواک ته وويل، چې مکرم خان تېر ماښام د ٤٣ کلونو په عمر د مومندو ايجنسۍ په شبقدر سيمه کې هغه مهال د ناپېژانده وسلوالو پر ډزو ووژل شو، چې د جومات له امام سره خپل کور ته پر لاره و.

نوموړي زياته کړه، چې د ٢٠٠١ زېږديز کال د سپټمبر د ١١مې له پېښې وروسته دا په قبايلي سيمه کې ١٢ ژورنالېست دى، چې وژل کېږي.

د هغه په وينا، ژورنالېست مکرم خان ته له دې مخکې هم د مرګ ګواښونه شوي وو.

نوموړي وويل، په دې پېښه کې د جومات امام ټپي او مکرم خان د پېښور په يوه روغتون کې ساه ورکړه.

صفدر حيات داوړ وايي، چې د قبايلو سيمه د ژورنالېستانو لپاره ډېره ستونزمنه شوې، له يوې خوا نه يوې خوا ژورنالېست ګواښل کېږي.

د نوموړي په وينا، قبايلي ژورنالېستانو د ياد ژورنالست د وژنې په تړاو درې ورځنى ماتم اعلان کړى او د جنازې پر مهال يې د وژنې مسووليت د پاکستاني طالبانو وياند احسان الله احسان پر غاړه واخيست.

Related Topics