جلال اباد (پژواک ٢٨ مرغومى ٩٠): د ختيځو ولايتونو٧٠٠ ديني عالمانو ته د سولې او نشه يي توکو د له منځه وړلو په لاره کې د عامه پوهاوي سيمينار جوړ شو.
په دغه سيمينار کې، چې نن (د مرغومي ٢٨مه) د جلال اباد ښار د شاهي ماڼۍ په کرزي تالار کې جوړ شوى و، د ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولايتونو ديني عالمانو برخه درلوده.
د ننګرهار د حج او اوقافو رييس مولوي عبدالعزيز خيرخواه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د اړوند وزارت په نوښت يې د څلورو ختيځو ولايتوو ٧٠٠ ديني عالمانو ته د سولې د راوستو، نشه يي توکو او د نارواوو د له منځه وړو په موخه د علماوو د رول تر عنوان لاندې سيمينار جوړ کړى و.
هغه زياته کړه، چې د سيمينار له لومړۍ برخې وروسته ګډونوال پر ګروپونو ووېشل شول، څو د خپلو جوماتونو او مدارسو ستونزې جمعه بندي او وزارت مقام ته يې وړاندې کړي.
د غونډې په اوږدو کې د حج او اوقافو وزير ډاکتر يوسف نيازي وويل، چې د يوه ورځني سيمينار موخه يې د چارو تنظيم او د جوماتونو د ستونزو په اړه مشوره کول وو.
نوموړي له علماوو وغوښتل، چې د نشه يي توکو په له منځه وړو، د سولې په راوستو او د ټولنې په اصلاح کې دې هلې ځلې وکړي.
وزير زياته کړه، چې خطيبانو ته يې يو شمېر ديني کتابونه هم راوړي، چې د ويناوو او خطبو پر مهال ترې ګټه پورته کړي.
د اوقافو وزير ژمنه وکړه، چې وزارت به يې د را روان کال لپاره ډېر جوماتونه ورغوي.
د نوموړي په وينا، وزارت يې له اداري فساده پاک دى او له همدې امله توانيدلى، چې ٥٠٠ ميليونه افغانۍ اضافي بوديجه ولري.
يوسف نيازي ژمنه وکړه، چې راتلونکى کال به افغاني حاجيانو ته ښې اسانتياوې برابرې کړي او د انکشافي بوديجې له مخې به په هر ولايت کې يو يو ستر جومات ودان کړي.
يوسف نيازى وايي، د سعودي حکومت ورسره د ١٠٠زره متره مربع فرش مرسته کړې، چې د هېواد پر جوماتونو به يې ووېشي.
نوموړي زياته کړه، چې د وزارت کلني عوايد يې له ٥ ميليونه څخه ٣٠ ميليونه افغانيو ته لوړ شوي دي.
نوموړي پژواک ته د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې په هېواد کې د سولې خبرې اترې تشويقي بڼه لري او علما د جوماتونو له لارې په کې ښه رول لوبولاى شي.
نوموړي زياته کړه، چې ديني علما دې داسې فضا برابره کړي، چې دوى د تخريبي پلانونو په جوړولو شکمن نه شي، امنيتي او کشفي ارګانونه يې تعقيب نه کړي.
د جلال اباد ښار د سپين جومات خطيب مولوي محمد مرزا پژواک ته وويل، چې وزارت غواړي علما هغه څه وکړ ي، څه چې وزارت ترې غواړي.
نوموړي پر دولت نيوکه وکړه، چې د کوکنارو په بوټو پسې يې راخيستې، خو سلګونه ترافيکي پېښې، چې شراب څښونکي چلوونکي يې رامنځته کوي، څوک د علما وو خبرو ته غوږ هم نه ږدي.