مزارشريف (پژواك ٢٨ مرغومى ۹۰): د بلخ په مركز مزارشريف كې د شمال او شمال ختيځ زون په كچه د واليبال څلور ورځنۍ سيالۍ پيل شوې.
دغه سيالۍ د هېواد په كچه د واليبال د ملي لوبډلې د غواروي په موخه پيل شوې، چې په كې د شمال زون د نهو ولايتونو لوبډلې برخه لري.
په مزارشريف كې د شمال زون د المپيك رييس محمدابراهيم عثماني د مرغومي په ۲۸مه د سياليو په ترڅ كې پژواك خبري اژانس ته وويل، چې د شمال او شمال ختيځ زون په كچه د واليبال سيالۍ نن پيل او تر څلورو ورځو پورې به دوام وكړي.
نوموړي زياته كړه، چې روانې سيالۍ د بلخ ولايت د واليبال فدراسيون په كوربه توب او هڅو پيل شوې دي.
د هغه په وينا، د دغو سياليو پايلوبې ته رسېدونكې دوه لوبډلې به په كابل كې په هغو سياليو كې برخه اخلي، چې د هېواد په كچه د واليبال د ملي لوبډلې د غواروي لپاره ترسره كېدونكي دي.
عثماني وويل، چې د سيالۍ پيل د بلخ او بدخشان ولايتونو د واليبال د لوبډلو له سيالۍ څخه وشو، چې د دوړاو خواوو لوبغاړو ښه لوبه ترسره كړه.
نوموړي زياته كړه، چې د سيالۍ لومړۍ لوبه د بلخ په ګټه پاى ته ورسېده.
د هغه په وينا، چې د ورځې به څلور سيالۍ ترسره كېږي.
د تخار د واليبال لوبډلې لوبغاړي محمدحسن طاهري پژواك ته وويل: ((خوشاله يم، چې د هېواد د ملي لوبډلې د غواروي په موخه په روانو سياليو كې برخه لرم.))
نوموړي زياته كړه، چې د دوى لوبډله تر خپله وسه هڅه كوي، چې پايلوبې ته ځان ورسوي.
د المپيك رييس وويل، دغه لومړى ځل دى، چې دوى د شمال او شمال ختيځ زونونو په كچه د واليبال د سيالۍ په جوړولو بريالي کېږي.