کابل (پژواک ٢٩ مرغومى٩٠): د سياسي چارو ځيني پوهان په افغانستان کې د سولې د پروسې په تړاو سيمې ته د ګروسمان سفر له دې امله، چې د پاکستان له خوا يې دغه هېواد ته سفر وځنډول شو، نيمګړى بولي.
خو ځيني نور بيا وايي، چې اوس د امريکا متحده ايالتونو ته د سولې په پروسه کې د پاکستان رول ډېر اهميت نه لري؛ ځکه چې اوس امريکا په نېغه له طالبانو سره پر خبرو بوخته ده.
د خپرو شوو راپورونو له مخې، د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا متحده ايالتونو ځانګړى استازى مارک گروسمان د دوشنبې په ورځ ترکيې، د سې شنبې په ورځ سعودي عربستان او تېره ورځ متحده عربي اماراتو ته سفر کړى دى.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، مارک ګروسمان د يادو هېوادونو له چارواکو سره په خبرو کې د افغانانو پر مشرۍ د سولې د پروسې په پر مخ بيولو ټينګار کړى دى.
ټاکل شوې وه، چې ګروسمان پاکستان ته هم سفر وکړي، خو د پاکستان د حکومت پر غوښتنه دغه هېواد ته د هغه سفر ځڼدول شوى دى او ګروسمان وروسته خپل سفر د پاکستان پر ځاى د هغه سيال هېواد هندوستان ته په اجنډا کې نيولى دى.
ټاکل شوې ده، چې ګروسمان د راتلونکې شنبې په ورځ کابل ته راشي او له افغان چارواکو سره د سولې او په قطر کې د طالبانو د دفتر د جوړېدو په اړه خبرې وکړي.
ويل کېږي، چې ګروسمان د دغه سفر په جريان کې قطر ته هم ځي او هلته د طالبانو له استازو سره ګوري، خو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې په قطر کې له طالبانو سره د ګروسمان ليدنه، نه تاييدوي او نه يې هم ردوي.
د سياسي چارو پوه او د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي استاد نصرالله ستانکزى په داسې حال کې، چې له د وسلوالو طالبانو او امريکا تر منځ د سولې خبرې روانې دي، د ګروسمان دغه سفر مهم بولي.
له څه مودې راهيسې د امريکا او طالبانو تر منځ د خبرو راپورونه خپرېدل، خو په دې وروستيو کې ياد دواړه لوري هم تاييدوي، چې تر منځ يې خبرې دوام لري.
ستانکزى د سيمې هېوادونو ته د ګروسمان سفر مهم بولي؛ ځکه چې د سيمې هېوادونه کولاى شي، په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټينګښت په اړه مهم رول ولوبوي.
خو دى پاکستان ته د ګروسمان د سفر د ځنډېدو په اړه وايي: ((دا چې پاکستان د ګروسمان سفر دغه هېواد ته منع کوي، روښانه خبر ده، چې سفر به نيمګړى وي؛ ځکه چې پاکستان نه يواځې د افغانستان، بلکې د سيمې په امن او ثبات کې مهم رول لري.))
دى زياتوي: ((که چېرې پاکستان په دغو خبرو کې شامل نه شي، افغان حکومت او امريکا به له چا سره خبرې وکړي؟ طالبان خو ټول په پاکستان کې دي.))
پاکستان د وسلوالو طالبانو پر ملاتړ تورن هېواد دى، خو دغه هېواد تل دغه تورونه رد کړي دي.
له امريکا سره د پاکستان اړيکې وروسته له هغه ترينګلې شوې، چې د القاعده سازمان مشر اسامه بن لادن په دغه هېواد کې د امريکايي ځواکونو په بريد کې ووژل شو.
پاکستان وروسته له هغه د ناټو د اکمالاتو مخه ونيوه، چې شاوخوا دوه مياشتې مخکې يې د امريکايي ځواکونو په يو بريد کې ٢٤ عسکر ووژل شول.
د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي استاده مېرمن شهلافريد هم ستانکزي ته ورته نظر لري او وايي، چې د پاکستان له خوا د ګروسمان ورتګ ځنډول دغه هېواد ته، دغه سفر نيمګړى کوي.
دې په دې اړه، چې ولې پاکستان دغه سفر وځنډاوه؟ وويل: ((لکه څنګه چې پاکستان تل په افغانستان کې نا امني غوښتې، اوس هم نه غواړي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټينګېدو په موخه امريکايي چارواکي هغه هېواد ته سفر وکړي.))
پاکستان ويلي، دغه سفر په پاکستان کې د نامناسبو حالاتو له امله ځنډول شوى دى.
دغه مهال په پاکستان کې د پوځ او ملکي حکومت تر منځ د اختلاف خبرونه خپاره شوي او نن د دغه هېواد لومړى وزير يوسف رضا ګيلاني محکمې ته د سپکاوي په تور وربلل شوى دى.
د شهلا فريد په اند، هندوستان ته د ګروسمان سفر به په پاکستان کې نورو حساسيتونو ته هم لمن ووهي او د افغانستان د سولې پروسه به نوره هم له خنډ سره مخ کړي.
خو د سياسي چارو پوه وحيد مژده په افغانستان او سيمه کې د سولې او ثبات په اړه د سيمې هېوادونو ته د ګروسمان سفر مهم بولي او پايلو ته يې هيله من دى.
دى وايي، چې د سيمې هېوادونو ته د ګروسمان سفر ځکه مهم دى؛ چې طالبان يواځې په افغانستان کې نه، بلکې د سيمې په نورو هېوادونو کې هم رېښې لري او د سيمې يو شمېر هېوادونه هم د نا امنۍ له ګواښ سره مخ دي.
د هغه په وينا، د سيمې هېوادونه کولاى شي، چې يو بل ته لاسونه سره ورکړي او د نا امنۍ دې پدېدې ته د پاى ټکې کېږدي.
دغه راز هغه وايي، دغه سفر په دې هم مهم دى، چې افغان حکومت له طالبانو سره په خبرو کې له امريکا د روڼتيا غوښتنه کوله او ياد استازى به يې په اړه، په دغه سفر کې افغان چارواکو ته وضاحت ورکړي.
د افغانستان دولت ټينګار کوي، چې د سولې پروسه دې د افغانانو پر مشرۍ پر مخ بوتلل شي.
مژده پاکستان ته د ګروسمان د سفر د ځنډېدو په اړه وايي، چې اوس د امريکا متحده ايالتونو ته د سولې په پروسه کې د پاکستان رول ډېر د پام وړ نه دى؛ ځکه چې اوس امريکا په نېغه له طالبانو سره خبرې کوي.
د هغه په وينا، هندوستان ته د مارک ګروسمان سفر به د پاکستان لپاره ځانګړى پيغام ولري.
مژده زياته کړه: ((که څه هم امريکا ويلي، چې هند ته د ګروسمان سفر به پاکستان ته کوم پيغام ونه لري، خو دا چې هند د پاکستان لوى سيال دى، امريکا غواړي پاکستان ته وښيي، چې هغوى کولاى شي، د پاکستان پر ځاې د هند له نقش څخه ګټه پورته کړي.))
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP