مزارشريف (پژواك ۳۰ مرغومى ۹۰): د بلخ ولايت د كود او برېښنا فابريكې چارواکي وايي چې د فابريکې په توليداتو كې په تېرو پنځلسو كلونو کې كمښت راغلى و؛ خو فابريكه د له منځه تلو له ګواښ څخه د ژغورلو په حال كې ده.
د دوى په وينا، په پيل كې يادې شوې فابريكې په شپه ورځ كې ۴۰۰ټنه كود او ۴۸ مېګا واټ برېښنا توليدوله، چې د وخت په تېرېدو، د ځينو برخو د استهلاکېدو او د ګازو د فشار د كمښت له امله يې نه يواځې چې توليدات كم شول، بلكې د له منځه تلو له ګواښ سره هم مخ شوه.
د بلخ د كود او برېښنا فابريكې مشر انجنير محمد عمر “سرمست زاده” د مرغومي په ۳۰مه، پژواك خبري اژانس ته وويل، چې له تېرو دوو کلونو راهيسې د دغې فابريکې د له منځه تلو له ګواښ څخه د ژغورنې هڅې پيل شوې دي.
نوموړي زياته كړه، چې تېرو پنځلسو كلونو په اوږدو كې دغه فابريكه د توليداتو د كمښت تر څنګ د له منځه تلو له جدي ګواښ سره مخ شوې وه.
د هغه په وينا، يادې شوې فابريكې په پيل كې په شپه او ورځ كې ۴۰۰ ټنه كود او ۴۸ مېګا واټه برېښنا توليدوله، چې دمګړۍ يې په دغه توليد كې خورا كمښت راغلى دى.
انجنير سرمست زاده وايي، چې دغه فابريکه د ۱۳۹۰لمريز په اوږد كې په شپه ورځ كې ۱۰۰ ټنه كود او ۱۳ مېګاواټه برېښنا توليدوي، چې خورا كم توليد دى.
نوموړي زياته كړه، چې په تېرو پنځلسو كلونو كې د دولت له خوا يادې شوې فابرېكې ته هېڅ پام ونه شو، چې له امله يې ځينې برخې استهلاك شوې، يو شمېر تخنيكي سامانونه يې له منځه لاړل او له مادي ګواښ سره هم مخ شوه.
د هغه په وينا، د توليداتو يو بنسټيز لامل يې د ګازو د فشار كمښت هم دى، چې د تېر په پرتله كم شوى دى.
د بلخ د كود او برېښنا فابريكې د شبرغان د طبيعي ګازو په څاګانو چلېږي، چې د فابريكو د چارواکو په وينا، په دې وروستيو كې كلونو د غير فني استخراج له امله د يادو شويو څاګانو فشار كم شوى او پر فابريكې يې اغېز كړى دى
د فابريكې كارګران وايي، چې دوى لا هم د روسانو له پاتې شويو سامانونو څخه كار اخلي، چې كارول يې له تخنيكي پلوه له خطر څخه كم نه دي.
د يادې شوې فابرېكې د ګازو د ژغورنې برخې كاركوونكي محمد داوود پژواك ته وويل، چې له تېرو لس دولسو كلونو يادې شوې فابريكې ته نوي سامان الات نه دي راغلي.
نوموړي زياته كړه: ((موږ د ګازو په برخه كې د كومې ستونزې پر مهال د ژغورنې هڅه اوس هم په هماغو سامانونو كوو، چې له روسانو را پاتې دي.))
د هغه په وينا، د فابريكې ډېرى سامانونه له كاره غورځېدلي، چې بايد نوي شي.
داوود وويل، چې له زړو سامانونو سره كار كول له مرګ سره لوبې كول دي؛ خو دوى مجبور دي، چې خپله دنده ترسره كړي.
همداراز د دغې فابريكې د برېښنا څانګې د بې خطر برخې مسوول انجنير تاج الدين وايي، كه چېرې دولت د فابريكې مادي او تخنيكي ستونزې حل كړي، نو د فابريكې كارګران د دې وړتيا لري، چې د توليد كچه يې بېرته لوړه كړي.
نوموړي زياته كړه، چې د يادې شوې فابريكې د چلولو چارې له ۱۳۶۸ كال را په دې خوا په بشپړه توګه افغانانو ته سپارل شوي، چې تر دې دمه له كومې ستونزې او خامۍ سره نه دي مخ شوي.
د هغه په وينا، كه چېرې دولت د يادې شوې فابريكې تخنيكي او مالي ستونزې د تېرو كلونو په اوږدو كې حل كړې واى، نو اوس به يادې فابريكې د ټول هېواد د كود ستونزه هواروله.
خو د فابريكې مشر وايي، چې له تېر يو كال راهيسې د کانونو وزارت په سپارښتنه دولت د يادې شوې فابريكې د ستونزو د حل په موخه ځينې ګامونه اخيستي دي.
نوموړي زياته كړه، چې په تېر اوړي كې د کانونو وزارت د امريكا له نړيوالې پراختيايي ادارې (USAID) سره د فابريكې رغولو په برخه كې د ۸۴ ميليونه امريكايي ډالرو په ارزښت هوکړه ليک لاسليك کړ.
د هغه په وينا، د ياد هوکړه ليک له لارې به د بلخ د كود او برېښنا فابريكې بيارغونه او له شبرغان څخه تر فابريكې د ګازو د نل ليکې نوې كول ترسره شي.
خو د فابريکې مشر وايي، چې لا هم دوى د دغه هوکړه ليک پلي كېدو ته سترګې پر لار دي او تمه لري، چې د کانونو وزارت به د ياد شوي هوکړه ليک د پيسو د تر لاسه كولو او پلي كولو جدي هڅې كوي.
همداراز نوموړي وويل، چې دولت هم د فابريكې د بيارغونې په موخه د راتلونكو درې كلونو لپاره ۱۵ميليونه امريكايي ډالر په نظر كې نيولي دي.
هغه زياته كړه، چې په همدې برخه كې دوى ته ۴،۶ ميليونه امريكايي ډالر رسېدلي، چې د ځينو له منځه تللو پرزو د بيا نوي كولو په برخه كې به يې لګوي.
د هغه په وينا، يادې شوې مرستې كه پلې هم شي، نو د فابريكې په توليداتو كې به د ياد وړ زياتوالى رانه شي، يواځې فابريكه به د له منځه تلو له ګواښ څخه وژغورل شي.
نوموړي وويل، تر هغې چې د فابريكې د ګازو د كمښت ستونزه حل نه شي، نو د توليداتو په برخه كې به يې د ياد وړ زياتوالي تمه نه وي، چې د ګازو د ډېرښت مسئله د شبرغان د ګازو څاګانو پورې تړلې ده.
د بلخ د كود او برېښنا فابريكه ۴۰ كاله مخكې منځ ته راغله، چې د كود او برېښنا د توليد برخې لري.
ياده شوې فابريكه د خامو موادو (طبيعي ګاز، اوبه او هوا) له لارې برېښنا او كود توليدوي.