Language

په هرات کې د ايډز ناروغانو شمېر مخ پر زياتېدو دى

هرات ښار (پژواک ٣٠ مرغومى ٩٠): په هرات ولايت کې د روان کال په ترڅ کې کم تر کمه ٦٩ د ايچ آى وي په ويروس (چې په اېډز ناروغۍ د اخته کېدو عامل ګڼل کېږي) د اخته کېدو پېښې ثبت شوې، چې د دوى زيات شمېر په نشه يي توکو د روږدو کسانو دى.

په دې ولايت کې په نشه يې توکو د روږدو کسانو شمېره له ٦٠زرو څخه تر اويازرو تنو پورې اټکل شوې ده، چې د هرات له نشه يې توکو سره د مبارزې رياست د اطلاعيې پربنسټ، د دوى ٦٠ سلنه هغه کډوال دي چې له ايران څخه بېرته راستانه شوي يا راشړل شوي دي.

په هرات کې د ايچ آى وي ويروس د کنټرول د ملي پروګرام همغږي کوونکي، ډاكټر عارف شهرام پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې ويروس ډېرې مثبتې پېښې په نشه يي توکو د هغو روږدو کسانو په منځ کې تشخيص شوې، چې له ايران څخه هېواد ته راګرځېدلي دي.

نوموړي وويل: “په روان کال کې د ايچ آى وي ٦٩  مثبتې پېښې ثبت شوې، چې د تېر کال په پرتله ٤ پېښې زياتې دي.”

د ډاکټر شهرام په وينا، دمګړۍ په هرات کې د ايچ آى وي د خپلې خوښې ازمويلو يو مرکز شتون لري؛ خو دغه مرکز هم د بسترېدو امکانات نه لري او يواځې مراجعينو ته د پوهاوي او عاجل خدمتونه وړاندې کوي.

ډاکټر شهرام زياته کړه، امکان لري د اخته کسانو شمېره چې په کې يوه ښځه هم شتون لري، مرکز ته د نه راتګ له امله تردې هم زياته وي.

په هرات کې د ايچ آى وي ويروس د کنټرول د ملي پروګرام همغږي کوونکي، له دولت او نړيوالو موسسو وغوښتل، ترڅو د ايچ آى وي په ويروس اخته ناروغانو ته د څارنې د يوه ځانګړي مرکز د جوړولو له لارې، د دې ويروس د جدي کنټرول زمينه برابره کړي.

د ايچ آى وي ويروس د ايډز ناروغى د پيدا کېدو لامل دى. دغه ويروس د بېلابېلو ناروغيو پر وړاندې د بدن دفاعي سيستم ته د زيان رسېدو سبب کېږي، چې د بدن د دفاعي سيسټم په کمزورتيا سره بېلابېلې ناروغۍ په تېره بيا ايډز خپرېږي او وار په وار د انسان د مرګ لامل کېږي.

په هرات کې د نشه يې توکو له زرقي روږدو څخه په داسې حال کې د ايچ آى وي په ويروس د اخته کسانو په توګه يادونه کېږي، چې تردې وړاندې د هرات له نشه يې توکيو سره د مبارزې رياست هم په دې ولايت کې په نشه يې توکو د روږدو کسانو د شمېرې د زياتوالي او په دې ولايت کې د هغوى د درملنې لپاره د امکاناتو له نه شتوالي څخه اندېښنه څرګنده کړې وه.

په هرات کې له نشه يې توکو سره د مبارزې رييس غلام جيلاني دقيق وايي، چې په هرات کې د لسګونه زره روږدو کسانو له شتون سره سره د دوى د درملنى لپاره يوه عملي ستراتيژي شتون نه لري.

د ده په وينا، په داسې حال کې چې د هرې ورځې په تېرېدو د روږدو کسانو شمېره زياتېږي، د دوى لپاره ځانګړى روغتون نه شته او يواځې له يوې سلنې کم کسان روغتيايي خدمتونو ته لاسرسى لري.

په وروستيو کلونو کې په هرات کې د ايډز په اړه له عامه پوهاوي سره سره، اوس ډېر خلک د دغې ناروغۍ په اړه معلومات نه لري و ان نه غواړي په اړه يې خـبرې وکړي.

د هرات د شپږمې ناحيې اوسېدونکي ٣٥ کلن عبدالحکيم پژواک ته وويل، اورېدلي يې دي چې ايډز يوه خطرناکه او وژونکې ناروغي ده، خو په اړه يې بد ذهنيت لري.

نوموړي وويل: ((تر هغه ځايه چې زه پوهېږم، دغه ناروغي له ناوړه جنسي اړيکو او ککړو لوازمو څخه پيدا کېږي؛ خو واقعاً ډېر بد نوم لري او که خداى مه کړه، خلک خبر شي چې يو نفر ايډز لري، نور نو دغه کس په ټولنه کې ځاى نه لري.))

د نويو معلوماتو له مخې، په هېواد کې د ايډز په ناروغۍ د اخته کسانو شمېره، چې تېر کال ٦٠٠ وه، سږ کال ١٢٥٠ تنو ته زياته شوې ده.