کابل (پژواک د سلواغې لومړۍ ٩٠): د اسيايي پراختيا بانک د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د اوبو د برېښنا د توليد دستګاه د پياوړې کولو په موخه ٧٥،٤ ميليونه امريکايي ډالره مرسته کوي.
په همدې موخه نن د سلواغې په لومړۍ نېټه، د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال او په افغانستان کې د اسيايي پراختيا بانک مشر رابرټ ګوردن رينکر (Robert Gordon Rinker) ترمنځ د هوکړې تړون لاسليک شو.
د ماليې وزير د يادې شوې مرستې په اړه مننه وکړه او زياته يې کړه، چې د يادو ٧٥،٤ ميليونه امريکايي ډالرو له ډلې څخه ٤٣ ميليونه ډالره يې د ياد شوي بانک، ٢٠ ميليونه يې د انګلستان او پاتې ١٢،٤ ميليونه امريکايي ډالره يې د ډنمارک هېواد مرسته کړې ده.
د افغانستان د برېښنا شرکت مشر انجنير عبدالرازق صمدي په ياده شوې ناسته کې وويل، چې د ګرشک د اوبو برېښنا د توليد دستګاه د پياوړې کولو دغه پروژه به تر راتلونکو دوو کلونو بشپړه شي.
د سرچينې د څرګندونو له مخې، د اوبو د برېښنا د توليد ياده شوې دستګاه دا مهال د ١،٢ مېګاواټه برېښنا د توليد وړتيا لري.
د صمدي په وينا، د يادې شوې پروژې په بشپړېدو به، چې په کې د اوبو کانال او زېرمې لويول او توربينونو نوي کول، شامل دي، د دې دستګاه د توليد وړتيا به ٤،٥ مېګاواټه برېښنا ته لوړه شي.
دغه راز سرچينې زياته کړه، چې يادې شوې پيسې به د ماليې وزارت له خوا د پور په بڼه د افغانستان د برېښنا شرکت په واک کې ورکړل شي.
د هغه د څرګندونو له مخې، د افغانستان د برېښنا شرکت په پام کې لري، چې په دې پروژه کې د نوموړي شرکت له بوديجې څخه ١،١ ميليون امريکايي ډالره هم ولګوي، چې له مخې به يې په ګرشک ولسوالۍ کې د ٣٠ کيليومټره په اوږدوالي د برېښنا شبکه وغځول شي.
ده وويل چې د دې پروژې په پيل سره، ګڼ شمېر کسانو ته د کار زمينه برابره او د يادې شوې دستګاه له برېښنا څخه به په ياده ولسوالۍکې ٧٠زره کسان له برېښنا څخه برخمن شي.
رينکر په نننۍ خبري ناسته کې وويل، چې ياد شوي بانک له ٢٠٠٣ زېږديز کال راهيسې له افغانستان سره د بنسټيزو پروژو په برخه کې، هر کال په منځني ډول ٣٠٠ ميليونه امريکايي ډالره مرسته کړې ده.
د ماليې وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال په هېواد کې لس سلنه کورنۍ د برېښنا له ګټو څخه برخمنې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP