لښکرګاه (پژواک،د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٠): په لښکرګاه ښار کې د ماين چاودنې له امله شپږو ملکي وګړيو ته مرګ ژوبله واوښته.
د هلمند د امنيه قوماندانۍ د همغږۍ مرستيال سمونوال محمداسمعيل د سلواغې په لومړۍ نېټه پژواک اژانس ته وويل، چې نن سهار شاوخوا لس نيمې بجې د لښکرګاه ښار په ختيځه برخه کې د يوې چاودنې له امله درې ملکي وګړي ووژل شول او درې نور ټپيان شول.
د هغه په وينا، د ماين چاودنې دغه پېښه د لښکرګاه په ختيځه برخه کې د لښکر بابا په سيمه کې پر يو مازدا موټر رامنځ ته شوه.
نوموړي وويل، وژل شوي او ټپيان ټول غريبکاره خلک وو، چې په ياد موټر کې يې د لښکرګاه ښار ته د خرڅلاو په موخه خاوره وړله.
محمداسمعيل زياته کړه، چې ټپيان د پوليسو له خوا نږدې روغتونونو ته وړل شوي دي.
تر اوسه د دغې پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.