Language

مزراشريف (پژواک د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٠): د بلخ د مارمل ولسوالۍ اوسېدونكو د دغه ولايت د استيناف محكمې پر ضد لاريون وكړ او پر فساد يې تورنه كړه.

 دغه لاريون چې د سلواغې پر لومړۍ نېټه، له غرمې وروسته د مزارشريف ښار له نور څلور لارې سره پيل شو، ګډون كوونكو يې ادعا كوله، چې د مارمل ولسوالۍ لومړنۍ محكمې د دوى د سيمې يوه نكاح شوې مېرمن بل چاته وركړې ده او د بلخ ولايت د استيناف محكمه يې د دغې پرېکړې پر وړاندې د غلې پاتې كېدو په تور په فساد تورنه وبلله.

 د مارمل د چارمغز كلي جومات خطيب ملا رحمت الله، چې په لاريون كي يې برخه لرله، پژواك خبري اژانس ته وويل، چې د بلخ ولايت له دولتي مسوولينو څخه هيله كوي، چې د مارمل ولسوالۍ پېښه دې ژر هواره كړي.

 نوموړي د پېښې په اړه وويل، چې په مارمل ولسوالۍ كې يو كال وړاندې د محمد رسول په نوم يوه كس د حاجي ګلنامې په نوم خپله مېرمن د خپلو ګاونډيانو او د سيمې د قومي مشرانو پر وړاندې طلاقه كړې وه.

 د هغه په وينا، څو مياشتې وروسته محمد رسول بېرته هڅې پيل كړې، چې خپله طلاقه شوې مېرمن بېرته خپله كړي؛ خو مېرمن يې د نوي مېړه د كولو پرېکړه كړې وه.

 ملا رحمت الله وويل، چې په سيمه كې د سيف الدين په نوم كس د حاجي ګلنامې ريباري وكړه او د سيمې د خلكو پر وړاندې يې د كلي په دود او دستور واده وكړ.

 نوموړي زياته كړه، چې څه موده وړاندې محمد رسول دولت ته عارض شوى، چې مېرمن يې چا ترې په زور بېولې او همدا وه، چې پوليس راغلل او ګلنامه يې د سيف الدين له كوره يوړه او د مارمل لومړنۍ محكمې پرېکړه وكړه، چې ګلنامه دې بېرته خپل لومړني مېړه ته وركړل شي.

 د هغه په وينا، د شرعي قانون له مخې، محمد رسول په طلاقه شوې مېرمن هېڅ حق نه لري، كه چېرې يې دوهم مېړه (سيف الدين) په خپله خوښه طلاقه كړي، نو بيا كولاى شي چې د واده وړانديز ورته وكړي.

 ملا رحمت الله وويل، سربېره پر دې چې د مارمل او بلخ ولايت د علماوو شوراګانو هم د سيف الدين په حق كې فيصله كړې وه؛ خو بيا هم لومړنۍ محكمې د پيسو په زور ګلنامه بېرته لومړني مېړه ته وركړه.

 نوموړي زياته كړه، چې د اسلام د شرعي قانون له مخې، محمد رسول او ګلنامه اوس سره نامحرم دي او يو ځاى ژوند نه شي كولاى.

 لاريون كوونكو په پوره احساساتو د خپل حق د اخيستو شعارونه وركول او دولت ته يې ګواښ کاوه، چې كه چېرې غږ  يې وانه ورېدل شي، نو خپلو لاريونونو ته به دوام ورکړي.

 د سيداحمد په نوم يوه لاريون كوونكي پژواك ته وويل: ((زموږ له ناموس سره لوبې شوې دي. زموږ د سيمې د يو تن مېرمن د مارمل قاضيانو بل چاته وركړې ده، نو څنګه غلي شو.))

 نوموړي زياته كړه، چې دوى به تر هغه له خپل ناموس څخه دفاع كوي، تر كومې چې يې حق نه وي تر لاسه كړى.

 د هغه په وينا، د بلخ ولايت مقام بايد په موضوع كې ورګډ شي او د مارمل د خلكو ستونزو حل كړي.

 د لاريون په پاى كې څو ماده ييز پرېكړليك ولوستل شو، چې په كې د بلخ محكمه په فساد تورنه شوې وه.

 په پرېكړليك كې د بلخ ولايت له مقام، له ولسمشر او سترې محكمې غوښتنه شوې وه، چې د پېښې د لا څېړنې په موخه دې سيمه دې پلاوى واستوي.

 همداراز د محمد رسول او د سيمې د يو شمېر اوسېدونكو، چې دې مسئلې ته يې لمن وهلې وه، د شرعي قانون له مخې يې د مجازات غوښتنه وشوه.

 د پرېكړليك په وروستۍ ماده كې راغلي و: ((كه چېرې د همدې لاريون له لارې زموږ غوښتنو ته مثبت ځواب ورنه كړل شو، نو زموږ د نورو كړنو ذمه واري به د بلخ ولايت په چارواكو او د بلخ د استيناف محكمې پر مسوولينو وي.))

 پژواك خبري اژانس هڅه وكړه، چې د محمد رسول نظر هم تر لاسه كړي، خو په پيدا كېدو يې ونه توانېد.

 خو د بلخ ولايت د استيناف محكمې مسوولينو د پېښې په اړه په رسمي توګه په ليكلې بڼه له عريضې كولو څخه وروسته، د مرستې ژمنه وركړه.

 د بلخ د استيناف محكمې مشر قاضي فضل الرحمان فضلي پژواك خبري اژانس ته وويل: ((موږ ته چا لا تر اوسه د همدې موضوع په اړه په ليكلې بڼه وړانديز نه دى كړى.))

 نوموړي زياته كړه، چې همدا سيف الدين نومى كس دې راشي او د حاجي ګلنامې په نوم د ښځې په اړه دې په ليكلې بڼه د بلخ استيناف ته وړانديز وكړي.

 نوموړي لاريون كوونكو ته په ځواب كې وويل: ((د سيمې خلك دې هم په ليكلې بڼه وړانديز وكړي، چې د پېښې په اړه د لومړنۍ محكمې فيصله سرسري او پرته له شواهدو شوې، علماوو نظر ته په كې احترام نه دى شوى؛ نو موږ به دغه وړانديز له خپله اړخه د سترې محكمې شورا ته واستوو او هغوى به پرې اجراات وكړي.))

 

Related Topics