Language

يو شتمن او څلور پوليس ووژل شول

هرات (پژواک د سلواغه لومړۍ نېټه ٩٠): څلور پوليس او يو شتمن کس تېر ماښام په هرات ولايت کې د دوو بېلابېلو پېښو په ترڅ کې ووژل شول.

د څلورمې سرحدي حوزې قوماندان مل پاسوال شېراحمد ملداني نن (د سلواغې په لومړۍ نېټه) پژواک اژانس ته وويل، چې تېر ماښام ديوه ساتنمن په ګډون څلور پوليس د ګلران ولسوالۍ د چاه کوهسان په سيمه کې د طالبانو په يوه کمين کې و وژل شول.

ملداني زياته کړه، چې د دې پېښې په عاملينو پسې د پلټنې په موخه يې سيمې ته پوليس لېږلي او عمليات يې پيل کړي دي.

د چاه کوهسان د سيمې يوه اوسېدونکي نوراحمد پژواک ته وويل: ((څلور پوليس تېر ماښام له دې سيمې څخه تېرېدل، چې طالبانو پرې بريد وکړ.))

هغه وويل، چې د ښکېلو دواړو خواوو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.

همدارنګه طالب وياند قاري يوسف احمدي ادعا کړې، چې تېر ماښام يې دګلران ولسوالۍ د کارېز سيمې ته نږدې د يوه کمين په ترڅ کې ديوې پوستې قوماندان له پنځو کسانو سره وژلى دى.

د يوه بل خبر له مخې، ناپېژانده وسلوالو تېر ماښام يو شتمن کس په هرات ښار کې وژلى دى.

د هرات يوې امنيتي سرچينې، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، پژواک ته وويل، چې د هرات ولايت د يوه هوټل مالک حاجي فضل احمد تېر ماښام، چې کله خپل کور ته پر لاره و، د هرات ښار په شپږمه ناحيه کې د ناپېژانده وسلوالو تر بريد لاندې راغى او و وژل شو.

سرچينې زياته کړه، چې بريد کوونکي په تېښته بريالي شوي او د پېښې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نيول شوي.

دا وژنه په داسې حال کې تېره شپه په هرات ښار کې رامنځته شوه، چې تېره ورځ سهار مهال هم د دغه ښار په لومړۍ ناحيه کې يو ځوان د ناپېژانده وسلوالو موټر سايکل سپرو له خوا و وژل شو.

د هرات د امنيتي مسوولينو د وينا له مخې، د دې پېښې عاملين هم تر اوسه نه دي نيول شوي.

 

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.