Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د دولت شل وسلوال مخالفين د سولې له بهير سره يوځاى شول

د دولت شل وسلوال مخالفين د سولې له بهير سره يوځاى شول

author avatar
22 Jan 2012 - 14:06
د دولت شل وسلوال مخالفين د سولې له بهير سره يوځاى شول
author avatar
22 Jan 2012 - 14:06

جلال اباد (پژواک ٢ سلواغه ٩٠): د ملي امنيت او سولې شورا پر هڅو د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې شلو تنو له وسلوال مخالفت څخه لاس واخيست او له دولت سره يو ځاى شول.

د ننګرهار ولايت سرپرست او مرستيال محمدحنيف ګرديوال په دې اړه جوړ شوي خبري کنفرانس ته وويل، چې د مخالفينو دغې ډلې په اچين، هسکه مېنه او روداتو ولسواليو کې د دولت ضد وسلوال فعاليتونه کول او ورانکاره کړنې يې ترسره کولې.

هغه زياته کړه، چې دغه شل وسلوال له شل ميله درنې  او سپکې وسلې سره په دغه ولايت کې د سولې له بهير سره يوځاى شول.

ګرديوال وويل، چې ولايتي اداره دې ته ژمنه ده، چې يو ځاى شوو وسلوالو ته روزګار برابر او ژوند يې خوندي کړي.

په ننګرهار کې د سولې د ولايتي شورا مشر ملک نظير پژواک اژانس ته وويل، چې دغه وسلوال، د قوماندان په نوم د يو تن په مشرۍ، د ده او ملي امنيت په هڅو له دولت سره يو ځاى شوي دي.

هغه زياته کړه، چې يو ځاى شوو مخالفينو د يو ميل ده شکې او دوه ميله راکټ په ګډون شل ميله وسله هم دولت ته وسپارله.

د نوموړي په وينا، په بېلابېلو ولسواليو کې يې له وسلوالو سره خبرې پيل کړې، څو د سولې له بهير سره يو ځاى شي.

د مقدس په نوم يوه يوځاى شوي١٦ کلن مخالف پژواک اژانس ته وويل، چې ده په خيبر ايجنسۍ کې د کډوالۍ ژوند کاوه.

هغه زياته کړه، چې پلار يې د خيبر ايجنسۍ د سپين کمر سيمې په هاشميه مدرسه کې ديني زده کړو لپاره د اخل کړى و.

مقدس وايي: ((هغوى راته ويل، چې په  افغانستان کې د کافرانو حکومت دى، نو ځکه يې راته نظامي زده کړې راکړې او د جنګ لپاره يې رالېږلى وم.))

نوموړي زياته کړه، چې له دې وروسته به خپلو زده کړو ته ادامه ورکوي.

د يادونې ده، له دې مخکې هم دوه ډلې  وسلوال مخالفين، چې شمېر يې ٢٨ تنو ته رسېده، په ننګرهار کې د سولې له بهير سره يو ځاى شوي وو.

Views: 2

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.