Language

سوداګر: د تورخم-کابل پر لويه لاره نامسوول کسان راڅخه پيسې اخلي

جلال اباد (پژواک ٢ سلواغه ٩٠) : په ختيځو ولايتونو کې د سوداګرۍ خونې چارواکي او يو شمېر سوداګر وايي چې د تورخم او لغمان د خيروخېلو په تلو کې ورڅخه ناقانونه پيسې اخيستل کېږي.

د ختيځ زون د سوداګرۍ خونې مشر انجنير محمد قاسم يوسفي د سلواغې په ٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې له سوداګرو پيسې په تورخم، د مومند درې ولسوالۍ په ډکه او د لغمان په خيروخېلو سيمو کې، په کومو ځايونو کې چې د موټرو د وزن د چک کولو لپاره تلې نصب شوې دي، اخيستل کېږي.

هغه زياته کړه چې همدا نن ورته يوه سوداګر ويلي، چې په ډکې کې ترې غيرقانوني پيسې اخيستل شوې دي. 

د ننګرهار يوه ملي سوداګر ډاکټر مخلص احمد، پرون د ختيځو ولاياتو د جهادي شورا په غونډه کې ورته نيوکه کړې وه.

نوموړي پژواک اژانس ته ويلي و، چې د لغمان ولايت د قرغيو ولسوالۍ د خيروخېلو او د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ د تورخم په تلو کې، چې دواړه د فوايد عامې وزارت پورې اړه لري، غير مسوول کسان پيسې اخلي.

 مخلص احمد زياته کړه، چې د صادراتو له هر موټر څخه له لس زرو څخه تر پنځلسو زرو افغانيو پورې او په همدې کچه د درانه بار په بهانه د وارداتو له موټرو هم پيسې اخيستل کېږي.

 د نوموړي په وينا، خپل غږ يې د مالي او فوايد عامې تر وزيرانو رسولى، خو چا يې عرض نه دى اخيستى.

د فوايد عامې وزارت مرستيال انجنير احمدشاه وحيد وايي، چې په تورخم کې د سوداګرو ستونزې تر يوه بريده پورې رښتيا دي؛ خو زياتوي چې په ياد شوي ځاى کې نصب شوې تله په دوى پورې اړه نه لري.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د لغمان د خيروخېلو سيمې تله د دوى په واک کې ده او هلته له چا يوه افغانۍ هم نه اخيستل کېږي.

په خيتځو ولاياتو کې د سرحدي لوا رييس ارکان سمونوال محمدايوب حسين خېل پژواک اژانس ته وويل، چې د سرحدي پوليسو په ليکوکې داسې څوک نه شته، چې له سوداګرو دې پيسې واخلي.

 نوموړي پر سوداګرو غږ وکړ، چې که د سرحدي پوليسو په يونيفورم کې ترې څوک د پيسو غوښتنه وکړي، د لومړي زون قوماندانۍ ته دې خبر ورکړي.

د ننګرهار ولايت وياند احمدضياء عبدالزي پژواک ته وويل، چې څه موده وړاندې  ځينو سوداګرو په دغه اړه شکايت کړى وو او د ننګرهار والي پر هماغه مهال ستونزه هواره کړه. 

نوموړي وويل چې له هغې وروسته ورته، چا په دغه اړه کوم شکايت نه دى کړى.

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې په ننګرهار ولايت کې د سوداګرو ستونزې زياتې شوې او دوى ادعا کوي، چې ځينې زورواکي او وسله وال ترې باج هم اخلي.

Related Topics