جلال اباد (پژواک ٢ سلواغه ٩٠): په ختيځو ولايتونو کې سرحدي پوليس وايي، هغه دوه تنه يې له ١٨ ميله وسلو سره نيولي، چې د پاکستان له خاورې څخه يې رالېږدولې.
په ختيځ کې د لومړي زون سرحدي پوليسو درستيزوال سمونوال محمد ايوب حسېن خېل د سلواغې په دويمه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې پوليسو دا وسلې تېره ورځ ناوخته د نورستان ولايت د برګمټال له سرحدي سيمې دوکلام بندر څخه نيولې دي.
هغه زياته کړه، چې نيول شوي دواړه کسان د کونړ ولايت د ناړۍ ولسوالۍ اوسېدونکي دي او اعتراف يې کړى، چې د وسلو سوداګري کوي.
حسين خېل دا هم وويل، چې له نيول شويو کسانو څخه ١٩سوه فيره د تومانچو مرمۍ، ٣٦ شاجورونه او اتلس ميله ټي ټي تومانچې ترلاسه شوي، چې د لا زياتو پلټنو په موخه جلال اباد ښار ته لېږدول شوې دي.
د يادونې ده، چې تېره ورځ سرحدي پوليسو په تورخم بندر کې هم څو ميله سپکه ترلاسه کړې وه.