جلال اباد (پژواک ٣ سلواغه ٩٠) : د انجنير ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د دولت مخالفه وسلواله ډله حزب اسلامي وايي چې د افغانستان له حکومت سره يې خبرې روانې دي او ددوى يو شمېر شرايط منل شوي هم دي.
د حزب اسلامي وياند انجنير هارون زرغون د سلواغې په ٣مه، له يوه نامعلوم ځاى څخه د ټېلېفون په ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل چې کابل ته تللي پلاوي يې د ولسمشر کرزي له ادارې سره ګټورې خبرې کړې دي.
هغه زياته کړه چې پلاوى يې له کابل څخه راستون شوى او تر ستنېدو مخکې يې له دولت سره موافقه کړې، چې خبرې اترې به روانې ساتي.
د انجنير زرغون په وينا، د ولسمشرکرزي اداره تر ډېره بريده د دوى د شرايطو منلو ته تياره شوې ده .
خو نوموړي زياته کړه ، ترڅو پورې چې پخپله حکمتيار په دې اړه خپل غوڅ دريځ څرګند نه کړي، دوى نورجزئيات نه شي ورکولى.
د حزب اسلامي وياند زرغون د حزب اسلامي د تېر کال د ١٥ ماده ييزې طرحې په اړه وويل چې د هماغې ١٥ ماه ييزې طرحې له مخې، له يو څه بدلونونو سره له دولت سره خبرې شوې دي .
نوموړي وويل چې بدلونونه د دوى او دولت ترمنځ شريک شوي او نه غواړي، چې د رسنيو له لارې يې په اړه څه وويل شي.
د حزب اسلامي وياند ټينګار وکړ ، چې ګوند يې اوس هم په دې خبره ولاړ دى ، چې بهرني ځواکونه دې له قيد او شرط پرته ووځي ، موقته اداره دې جوړه شي او دغه اداره دې بيا ازادې ټاکنې ترسره کړي.
دولت حزب اسلامي سره شوې خبرې اترې تاييد کړې، خو د شرايطو د منلو په اړه يې تر اوسه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، چې تېره ورځ ولسمشر حامد کرزي د ولسي جرګې د دويم تقنيني کال د پرانېستې پر مهال د حزب اسلامي له پلاوي سره د خبرو په اړه څرګندونې کړې وې.
هغه زياته کړې وه، چې له دغه پلاوي سره يې وکتل او خبرې يې ګټورې وې.
ولسمشر حامدکرزي زياته کړه: ((د محترم انجنير ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي له پلاوي سره مو خبرې درلودې، په دغو مذاکراتو کې دواړو لوريو خپل نظرونه د صميميت او ورورولۍ په فضا کې بيان کړل، موږ هيله لرو چې مذاکرات دوام وکړي او د سولې د ټينګښت په خاطر ګټورې پايلې ولري.))
ولسمشر زياته کړه، چې دغه پلاوي د جمهوري رياست د لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم په ګډون له يو شمېر نورو دولتي چارواکو سره هم وکتل.
د يادونې ده، چې کابل ته د ياد پلاوي له راتګ څخه څو ورځې وروسته د مرغومي په ١٣مه نېټه،په اروپا کې د حزب اسلامي د سياسي دفتر مسوول قريب الرحمن سعيد پژواک خبري اژانس ته ويلي و ، چې دغه پلاوي په ارګ کې له ولسمشر حامد کرزي او يو شمېر نورو دولتي چارواکو سره کتلي دي.
نوموړي له افغان حکومت سره د حزب اسلامي د پلاوي خبرې ګټورې بللې وې او ډاډ يې څرګند کړى و، چې دغه خبرې به ښې پايلې ولري.