Language

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

کابل ښار (پژواک ٣ سلواغه ٩٠): د کابل چاپ د نن ورځو ورځپاڼو هم د تېرو څو ورځو په څېر تر ډېره بريده په افغانستان کې د سياسي نظام د بدلون په اړه ليکنې کړې او دا موضوع يې له څو اړخونو څخه  څېړلې ده؛ خو ځينو نورو سياسي او ټولنيز مسايل هم تر بحث لاندې نيولي دي.

د”هشت صبح “ ورځپاڼې د نظام د بدلون په اړه د حکومت د سياسي مخالفينو ليدلورى سرسري ګڼلى او تردې سرليک لاندې چې د نظام د بدلون طرحه، واقعي هوډ که يواځې زرګري جنګ؟ دې خبرې ته اشاره کړې، چې د نظام بدلون په يوه شپه کې ناشونى دى.

دغه ورځپاڼه په داسې حال کې چې له سياسي اپوزيسيون سره د حکومت کړنې ته ګوت نيونه کوي، د سياسي اپوزيسيون د مشرانو هغه کړنې هم غندي، چې د هېواد په شمال او مرکزي سيمو کې يې ولسمشر کرزي ته د رايو راټولولو لپاره کمپاين کاوه. ورځپاڼه په دې باور ده چې تراوسه نه ده څرګنده چې ملي جبهه تر کومه بريده په دې طرحه باور لري، ځکه دا طرحه پرته له دې چې د کارپوهانو تر بحث لاندې راشي، په بېړې سره د دوى له خوا مطرح شوې ده.

”هشت صبح “ همدارنګه ليکي، چې اپوزيسيون او ملي جبهې ته هم انډول او معيار په سياسي جوړښت کې د هغوى حضور يا غياب دى او د ورځپاڼې په خبره، که همدا اوس دوى ته کوم منصب ورکړل شي، نو ښايې لکه ولسمشر کرزى وبه وايي چې په سر سترګو له دې نظام څخه ملاتړ کوو.

د ملي ارمان ورځپاڼه هم د نظام د بدلون په اړه او د هغو بحثونو په اړه، چې په دې اړه راپورته شوي، په دې باور ده چې د نظام بدلون بايد د خلکو د ګټو پر بنسټ وي.

دغه ورځپاڼه په داسې حال کې چې په تېرو لسو کلونو کې د رياستي نظام  کمزورتياوې شمېرې، په دې نظر ده چې بايد په نظام کې هر ډول بدلون د خلکو د ګټو پربنسټ ولاړ وي او همدارنګه بايد په دې لار کې د خلکو ګټي تعريف شي، چې د ملي ارمان د سرليکنې کښونکي په خبره، له دې پرته به د رياستي او پارلماني نظامونو ترمنځ کوم توپير نه وي.

د وحدت ورځپاڼه، چې په دې وروستيو کې يې خپرونې پيل کړې دي، د نظام بدلون او د هغه په اړه د ولسمشر کرزي او د هغه د سياسي مخالفينو خبرو ته اشاره لري او ليکي، چې د افغانستان  خلک نور په سياسي چل او فريب نه تېر وځي.

د دې ورځپاڼې سرمقاله، د سياسي اپوزيسون د يوه مشر محمد محق خبرو ته په اشارې سره، چې ويلي يې دي، دوى د نظام د بدلون په موخه تراوسه يو ميليون لاسليکونه راټول کړي، په دې اند ده، چې ولسمشر د برلين د ناستې په اړه په خپلو خبرو کې عمومي افکار تېراېستل او سياسي مسايل يې هم سبوتاژ کړل.

خو دولتي ورځپاڼې هېواد بيا د نورو نادولتي ورځپاڼو پرخلاف، رياستي نظام د هېواد په ګټه ګڼلى او هغه د افغانستان د خلکو هيله او غوښتنه ګڼي. ورځپاڼه په دې باور ده چې په افغانستان کې رياستي نظام د خلکو په غوښتنه او د هغوى د ګټو لپاره رامنځ ته شوى او په دې اند ده، چې  ملت نه فدرالي نظام غواړي او نه هم پارلماني.

هېواد ورځپاڼه د برلين ناستې ته په اشارې سره، د دې غونډې ګډونوال يو شمېر توکم پاله سياستوال او امريکايي او جرمني مفکرين ګڼلي دي، چې د ورځپاڼې په خبره، د افغانستان د تجزيې لپاره هلې ځلې کوي.

(ملي باور) ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې د مصر  وروستيو  بدلونونو ته اشاره کړې او د دې موضوع په مطرح کولو سره، چې د مصر خلکو د سوله ييزو مبارزو له لارې په څو مياشتو کې وکولى شول، څو د حسني مبارک د رژيم له شر څخه ځان خلا ص کړي، د افغانستان د دولت له وسله والو مخالفينو څخه هم غواړي، چې خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي او د سولې له بهيرسره يوځاى شي او کوم بدلونونه چې هيله يې لري، د سوله ييزې سياسي مبارزې له لارې دې ترلاسه کړي.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې کاږلي دي، تجربې دا ښودلې چې د ټوپک پر مټ نظام او حکومت نه شى راتللى.

ويسا ورځپاڼې له افغانستان سره د  نړۍ د هېوادونو د همکارۍ په برخه کې د نظرونو د بدلون  موضوع تر بحث لاندې نيولې او په دې اند ده، که چېرته د امريکا د ولسمشرۍ ټاکنې او هغه ته ورته پېښې د دې لامل شي، څو په افغانستان کې بنسټيز بدلونونه رامنځ ته کړي، نو اړينه ده چې افغان حکومت او ولس د خپل راتلونکي لپاره فاکتورونه ولري، چې د سبا ورځې د پېښو په دايره  کې يواځې پاتې نه شي.

د ويسا سرمقاله په دې باور ده، که چېرته ټول خلک په يوه محور راغونډ نه شي او د هغه څه په وړاندې چې ورځپاڼه يې بې نظمي او خپلسري بولي، خپل احساس راژوندى نه کړي او د ورځپاڼې په وينا، د ا پروسه له منځه لاړه نه شي، د هېواد راتلونکى به ډېره خطرناکه او له عبرت نه ډکه وي.

 (ماندګار) ورځپاڼې د دوه مخيز او له روڼتيا پرته د افغانستان بهرني سياست په اړه د ډاکټر عبدالله عبدالله نيوکې د خپل بحث منځپانګه ګرځولې او په دې باور ده، چې له طالبانو سره د امريکا نېغو خبرو اترو، افغان ولس اندېښمن کړى دى.

 ماندګار، چې په نېغه توګه د حکومت د سياسي او اپوزيسيون له نظرونو څخه دفاع کوي، په دې اند دى، چې افغان حکومت خپل موقف هم په خلکو او هم په سياسي کړيو کې له لاسه ورکړى، نو له دې کبله امريکا بايد دې اندېښنو ته ځواب ورکړي.

 سرنوشت ورځپاڼې په هېواد کې د ماشومانو وضعيت تر بحث لاندې نيولى او پر هغو نادولتي موسسو يې نيوکه کړې، چې د ماشومانو د وضعيت په اړه کار کوي او د ورځپاڼې په وينا، له دې لارې خپله سوداګري کوي، له دولت څخه يې غوښتنه کړې، څو په هېواد کې د ماشومانو زړه بوګنوونکي حالت ته پاملرنه وکړي.