Language

اوو ملکي وګړيو ته مرګ ژوبله واوښته

محمودراقي (پژواک ٤ سلواغه ٩٠): د کاپيسا په اله ساى ولسوالۍ کې د طالبانو او ملي اردو تر منځ د نښتې په ترڅ کې درې ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

 د اله ساى ولسوال انجنير ملامحمد پژواک ته وويل، چې دا نښته نن (د سلواغې ٤مه)غرمه مهال د دې ولسوالۍ د علي شاه خېلو په سيمه کې رامنځته شوه.

 د هغه په وينا، د دې نښتې په ترڅ کې دوه وروڼه وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي، خو هغه د سيمې د خلکو له خولې وويل، چې يو بل تن هم وژل شوى دى.

 د اله ساى ولسوال په دې اړه، چې دغه کسان د کوم لوري په ډزو کې وژل شوي؟ بې خبري وښوده.

 د علي شاه خېلو په سيمه کې يوه قومي مشر ملک عبدالرزاق پژواک ته وويل: ((دا دوه ورځې کېږي، چې اردو او طالبان په دې سيمه کې جنګ کوي.))

 هغه زياته کړه، چې د نننۍ ورځې په نښته کې درې ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي، چې هېڅ يوه يې په جګړه کې برخه نه درلوده.

 دغه سړي څرګنده کړه، چې ټپيان يې د خپلوانو له لوري کابل ته لېږدول شوي دي.

 دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم په اله ساى ولسوالۍ کې د اردو او وسلوالو طالبانو تر منځ په نښته کې دوه وسلوال طالبان وژل شوي او د څلور ملکي وګړو، د اردو د يوه سرتېري، دوو پوليسو او يو وسلوالو طالب په ګډون اته تنه ټپيان شول.