Language

د کوکنارو دکښت اړولو په بدل کې د هلمند دوه زره نيول شوي کروندګر خوشې شوي

لښکرګاه (پژواک ٤ سلواغه ٩٠): د هلمند امنيه قوماندانۍ وايي، چې په تېرو درېيو مياشتو کې يې د کوکنارو د کر په تور دوه زره کروندګر نيولي وو، خو د دغه فصل د له منځه وړو په بدل کې يې بېرته خوشې کړي دي.

د دغه ولايت د امنيه  قوماندانۍ د امنيت  امر او د كوكنارو د له منځه وړو د كمپاين مسوول سمونوال كماالدين  شېرزي پژواك خبري اژانس ته وويل، په دغه ولايت کې يې د کوکنارو د کښت اړول د روان لمريز کال د لړم په مياشت کې پيل کړى و او اوس هم دوام لري.

هغه زياته کړه، چې په دې درېيو مياشتو کې يې شاوخوا  دوه زره کروندګر د کوکنارو د کر په تور نيولي وو، چې د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو په بدل کې يې بېرته خوشې کړل.

خو شېرزي وويل، اته کروندګر يې وروسته له هغه قضايي ارګانونو ته وسپارل، چې نه يواځې نور خلک يې دغه کار ته هڅول، بلکې له خپل جرم څخه يې هم انکار کاوه.

د امنيت امر وايي، چې د محکمې له خوا پر دغو اتو تنو له درېيو څخه بيا تر لسو کلونو پورې قيد ختلى دى.

شېرزي زياته کړه، هغه كروندګر چې له نيول كېدو وروسته بېرته خوشې شوي، د مركز لښكرګاه په ګډون د دغه ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې نيول شوي وو.

د نوموړي په وينا، خوشې شويو کروندګرو پر خپلو پنځه زره جريبه ځمکو کې کرل شوي کوکنار له منځه وړي دي.

د هلمند د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر وايي، چې تر اوسه دوى پر کروندګرو د هغوى کوکنار اړول، خو په نږدې راتلونکي کې به په رسمي توګه په پراخه کچه دغه کمپاين پيل کړي.

شېرزي وويل، چې د كوكنارو د له منځه وړلو پر مهال يې له تېرو درېيو كلونو راهيسې له ايساف ځواكونو سره ستونزې لرلې او هغوى ورسره د دغه کمپاين پر مهال مرسته نه ده کړې.

د هغه په وينا، په ځينو سيمو کې ايساف په دې پلمه د کوکنارو د کر مخنيوى کوي، چې ګوندې له کروندګرو سره د بديل مرسته نه ده شوې.

شېرزى وايي، چې دوى د کوکنارو د له منځه وړلو کمپاين د يوې ستراتيژۍ له مخې پر مخ بيايي، دوى ته سيمې د نقشې له مخې ښودل کېږي او بيا ورته د کمپاين امر کېږي.

د هلمند د امنيت امر په دغه ولايت کې د کوکنارو د زيات کر تور د پاکستان پر استخباراتي ادارې (اى. اېس. اى) ولګاوه او زياته يې کړه، چې هغوى له دې لارې وسلوالو مخالفينو ته مالي سرچينه پيدا کوي، څو په پيسو يې وسلې او مهمات واخلي.

په هلمند کې د بريتانيا د ولايتي بيارغونې د ډلې (پي ار ټي) د كوكنارو د بديل د پروګرام مسوول ډګرمن آين کراير (Major Iyne Crryre ) وايي، دوى د پوليسو په کار کې کار نه لري، چې په کوم ځاى کې کوکنار له منځه وړي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د دوى کار يواځې له کروندګرو سره مرسته کول دي، خو که د کمپاين پر مهال ستونزه پيدا شي، نو افغان ځواکونه هوايي مرسته غواړي او دوى دا ډول مرسته نه شي کولاى.

د نشه يي توکو په برخه کې د هلمند د والي سلاکار حمدالله نوري پژواك اژانس ته وويل، چې د كوكنارو د مخنيوي لپاره درې مرحلي لري، لومړۍ مرحله عامه پوهاوى دى، دوهمه بديل او درېيمه  مرحله، چې اوس پيلېږي، د قانون پلي كېدل (دكوكنارو له منځه وړل دي) دي.

هغه زياته کړه، چې دا وروستۍ مرحله به په لسو ولسواليو كې  ترسره شي.

نوموړي وويل، چې په تېرو درېيو كلونو كې يې ۱۸۰زره كروندګرو ته فوډ زون (د كوكنارو بديل وركړى دى.

د ځايي چارواكو په وينا، تېر كال هم له شاوخوا  ۵۲زره هكټاره كرل شوو كوكنارو څخه ۱۹۳۹ هكټاره ځمكه پاكه شوه.

د يادونې ده، چې افغانستان په نړۍ او هلمند په هېواد کې د نشه يي توکو تر ټولو ډېره توليدوونکې سيمه ده او د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د نړۍ ٩٠ سلنه نشه يي توکي په افغانستان کې توليديږي.

Related Topics