Language

د ګلبهار سنټر د خاوند په ګډون ٤ تنه د جعل کارۍ په تور ونيول شول

کابل (پژواک ٤ سلواغه ٩٠):  د ګلبهار سنټر د خاوند په ګډون څلور تنه د لوړ پوړو دولتي چارواکو د مهر او لاسليک د کارولو له لارې د جعل کارۍ په تور ونيول شول.

د لويې څارنوالۍ د اداري فساد د جرمونو پر وړاندې د مبارزې د څارنوالۍ عمومي رييس جنرال ابوبکر رفيعي وويل، چې دغه کسان د ملي امنيت د عمومي رياست د منسوبينو له خوا په تېرو څو ورځو کې په جلا توګه نيول شوي دي.

د رفيعي په وينا، د يادو شويو کسانو له ډلې درې تنه د لوړ پوړو دولتي چارواکو په مهر او لاسليک د جعلي اسنادو په جوړولو بوخت وو.

نوموړي له يادو شويو کسانو څخه ترلاسه شوي ٥٠ مهرونه او جعلي اسناد رسنيو ته وښودل، چې په کې د امنيتي، قضايي، لوړو زده کړو، د ولسمشرۍ رياست په ګډون د دولتي ارګانونو ټاپې او د لوړ پوړو چارواکو لاسليکونه شامل وو.

نوموړى وايي، چې د څارنوالۍ منسوبينو له يادو شويو کسانو څخه تر پلټنو وروسته وموندل، چې د کابل ښار د ملک اصغر په څلور لاره کې د ګلبهار سنټر د لوړ پوړې ودانۍ خاوند ګلبهار حبيبي هم ١٧ جريبه دولتي ځمکه د جعلي مهر او لاسليک په واسطه ترلاسه کړې ده.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه ځمکه د کابل ښار په ١٦مې ناحيې کې موقعيت لري، چې دولتي ملکيت دى او د کابل ښاروالۍ د ماسټر پلان له مخې، دغه سيمه کلتوري ځاى ته په پام کې نيول شوې ده.

خو رفيعي وايي، چې ګلبهار حبيبي جعل کارې ډلې ته د ١٥٠زرو ډالرو په ورکولو سره په دى توانېدلى، چې د جعلي اسنادو په وړاندې کولو سره له کابل ښاروالۍ څخه د ګلبهار ټاور په نوم د استوګنې د کورونو د جوړولو اجازه ترلاسه کړي.

د نوموړي په وينا، د ګلبهار حبيبي د ځمکې په ملکيت کې د ولسمشر د مرستيال جعلي لاسليک هم شته.

رفيعي وايي، چې ګلبهار حبيبي د جعل او تزوير د زمينې د برابرولو او په بډو تورن دى، چې دوسيه به يې تر بشپړېدو وروسته اړوندو ارګانونو ته واستول شي.

د نوموړي د معلوماتو له مخي، حبيبي له کابل بانک څخه ٢٧ ميليونه ډالره پوروړى هم دى.

د لويې څارنوالۍ د اداري فساد د جرمونو پر وړاندې د مبارزې د څارنوالۍ عمومي رييس وويل، چې د کابل ښار د ملک اصغر په څلور لاره کې د ګلبهار سنټر اسناد به هم د تحقيقاتي فرضيې په توګه د يادې شوې څارنوالۍ له خوا وڅېړل شي؛ خو تراوسه د دغو اسنادو په اړه کوم تور پر حبيبي نه دى لګېدلى.

د رفيعي په وينا، ګلبهار حبيبي او درې نورو کسانو په لومړنيو څېړنو کې پر خپل جرم اعتراف کړى او اوس مهال په توقيف کې دي؛ خو خبريالانو ته له هغوى سره د خبرو اترو اجازه ورنه کړل شوه.

سرچينې زياته کړه، درې نورو کسانو چې ورڅخه د دولتي ادارو مهرونه ترلاسه شوي، د جعلي اسنادو د وړاندې کولو له لارې، سلګونه کسان په امنيتي او نورو دولتي ادارو کې په کار ګومارلي دي.

رفيعي وويل، چې ټولو دولتي ادارو ته يې خبر ورکړى دى، ترڅو موضوع په جدي توګه وڅېړي او هغه کسان چې په جعلي اسنادو په دندو ګومارل شوي، وپېژني.

د رفيعي په وينا، جعل کاره ډله د يوې پراخې شبکې غړي دي، چې د جعلي تحصيلي اسنادو په جوړولو، د دولتي رتبو ورکولو او په امنيتي ارګانونو کې د کسانو د ګومارنې د زمينې په برابرولو بوخت دي.

نوموړى وايي چې د کشفي ارګانونو منسوبين هڅه کوي، ترڅو د دغې ډلې نور غړي هم ونيسي.

Related Topics