هرات ښار (پژواک ٤ سلواغه ٩٠): د هرات ښاري محکمې په يوې علني غونډه کې يو افغان، ايران ته د جاسوسۍ په تور په ١٦ کاله بند محکوم کړ.
د هرات د ښاري محکمې رييس قاضي سراج الدين نصر د غونډې په پاى کې، چې د ياد کس د مدافع وکيل، رسنيو او يو شمېر خلکو په ګډون نن (د سلواغې ٤مه) جوړه شوه، د قضايي پلاوي پرېکړه محکوم شوي کس ته واوروله.
نوموړي وويل: ((د افغانستان وګړى ٢٣ کلن محمود د اسنادو او شواهدو پر بنسټ د بېګانه هېواد لپاره د جاسوسۍ او هېواد ته د خيانت په تور محکوم پېژندل شوى دى.))
د هرات د ښاري محکمې د کورني او بهرني امنيت پر وړاندې د جرمونو د دېوان يوې سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل، چې محکوم شوى کس د هرات اصلي اوسېدونکى دى او د روان کال د تلې په ٢٤مه، په هرات ښار کې نيول شوى و.
سرچينې وويل، چې دغه کس د هرات د پوليسو د وسلو له زېرمې څخه د عکس او فلم اخيستلو پر مهال نيول شوى او په دې اړه کافي اسناد او شواهد شته دي، چې دغه کس د ايران د استخباراتو لپاره کار کاوه.
د هرات د ښاري محکمې د کورني او بهرني امنيت پر وړاندې د جرمونو د دېوان سرچينې زياته کړه، چې د قضايي پلاوي حکم د اسنادو او شته شواهدو او همدارنګه د کورني او بهرني امنيت پر وړاندې د جرمونو د قانون د لومړۍ مادې له مخې صادر شوى دى.
خو ايران ته په جاسوسۍ تورن محمود د محکمې د حکم تر ابلاغ وروسته وويل، چې دغه حکم نه مني او نه غواړي چې ابلاغ شوى حکم لاسليک کړي.
نوموړي وويل: ((زه بې ګناه يم او له ټولو تورنو څخه چې په محکمه کې ابلاغ شول، ناخبر يم او دغه حکم په هېڅ ډول نه منم.))
د هرات ښاري محکمې رييس قاضي سراج الدين وويل، چې دغه حکم قطعي نه دى او محکوم کولى شي، د ياد شوي حکم د نه منلو په صورت کې خپله قضيه په دوو نورو محکمو کې تعقيب کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP