کابل (پژواک٥سلواغه٩٠): په کابل کې د امريکا سفارت وايي، د سولې د بهير په اړه يې دريځ ناسم تعبير شوى او افغانستان او امريکا د سولې په اړه پر ګډ دريځ توافق لري.
په خبرپاڼه کې له يادې شوې پروسې څخه د ناسم تعبير د څرنګوالي په اړه څه نه دي ويل شوي، خو وروسته له هغه چې امريکا، قطر او جرمني په قطر کې د طالبانو د دفتر پر پرانيستو سره سلا شول، داسې اندېښنې راولاړې شوې، چې ګواکې د افغانستان حکومت د سولې په خبرو کې ګوښه ساتل کېږي.
په کابل کې د امريکا سفارت له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان او امريکا حکومتونه د سولې په اړه داسې توافق لري، چې طالبان او نور وسله وال مخالفين بايد له القاعدې سره خپلې هر ډول اړيکې پرې کړي، تاوتريخوالى پرېږدي، د ښځو او توکميزو حقونو په ګډون د افغانستان اساسي قانون ته درناوي وکړي.
د ياد شوي سفارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره مياشت مېرمن کلنټن په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانيستلو په هکله د دې هېواد د بهرنيو چارو له وزير سره تر ليدنې وروسته، ويلي چې د دفتر د پرانيستلو په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې او ډېر کارونه بايد ترسره شي.
دغه راز په کابل کې د امريکا سفارت د ګروسمن په حواله ليکلي، چې طالبانو ته د دفتر تر پرانيستلو وړاندې د کابل او قطر چارواکو ترمنځ نېغ په نېغه خبرې، په قطر کې طالبانو ته د دفتر پرانيستلو د هڅو په لومړيتوبونو کې دي، چې بايد ترسره شي.
روانه اونۍ د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال جاوېد لودين، د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا له ځانګړي استازي سره په ګډه خبري ناسته کې هم وويل، چې په قطر کې طالبانو ته د دفتر پرانيستلو د لارو چارو پيدا کولو په موخه بايد قطر يو حکومتي پلاوى له افغان چارواکو سره د خبرو په موخه کابل ته واستوي.
په کابل کې د امريکا سفارت د قطر د دفتر په اړه ويلي: ((د دفتر د پرانيستلو لپاره، د نړيوالې ترهګرۍ پر وړاندې او د وسله والو نښتو د پاى ته رسولو او د افغانستان د سولې له بهير څخه د ملاتړ په موخه د طالبانو روښانه دريځ ته اړتيا ده.))
وسله والو طالبانو ويلي، چې په قطر کې يې د خپل دفتر د پرانيستلو لپاره د ياد شوي هېواد په ګډون له يو شمېر نړيوالو لورو سره تفاهم کړى دى.
دغه راز د وسله والو طالبانو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې، په ګوانتانامو کې د افغان زندانيانو په اړه ويل شوي، چې د همدغه تفاهم په لړ کې يې د تبادلې په صورت کې د ګوانتانامو له زندان څخه د خپلو بنديانو د خلاصون غوښتنه هم کړې ده.