محمودراقي (پژواک ٥سلواغه ٩٠): د کاپيسا ولايت په اله ساى ولسوالۍ کې پر يوه کور د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله يوه مېرمن او دوه لوڼې يې وژل شوي او اووه تنه نور ټپيان شوي دي.
د اله ساى ولسوال انجنير ملامحمد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا مرمۍ نن (د سلواغې ٥مه) د وسلوالو طالبانو له لوري توغول شوې او د دې ولسوالۍ د علاقه دارۍ په سيمه کې د کوچيانو پر يوه کور ولګېده.
د هغه په وينا، د دې مرمۍ د لګېدو په ترڅ کې يوه مېرمن او دوه لوڼې يې وژل شوي او د يادې کورنۍ اووه نور غړي ټپيان شوي دي.
ملامحمد زياته کړه،چې د يادې شوې پېښې ټپيان په تګاب ولسوالۍ کې دايساف ځواکونو روغتون ته لېږدول شوي دي.
د علاقه دارۍ د سيمې يوه قومي سپين ږيري تاج محمد پژواک ته وويل: ((په دې سيمه کې ډېرى کوچيانو ځانونو ته کورونه جوړ کړي دي، چې د باغونو له لوري يوه مرمۍ پر يوه کور ولګېده.))
هغه وويل، د يادې کورنۍ درې غړې چې ښځه او نجونې وې، ووژل شوې او ٧ نارينه يې ټپيان شوي دي.
وسلوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم د کاپيسا ولايت په اله ساى ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو او ملي اردو ځواکونو د نښتې په ترڅ کې درې ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپيان وو.
Views: 5
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن