لښکرګاه (پژواک ٥ سلواغه ٩٠): د هلمند والي که څه هم وايي چې په دې ولايت کې د سولې شورا د کار له پيل راهيسې ٧٠ وسلوال مخالفين له دولت سره يو ځاى شوي دي؛ خو وايي چې د سولې هڅې د اړتيا په کچه بريالۍ نه دي.
د هلمند والي محمد ګلاب منګل دغه خبرې نن (د سلواغې ٥مه) په هلمند کې په يوه غونډه کې وکړې، چې د سولې د عالي شورا د تبليغاتو کمېټې مشر، د دې شورا د ولايتي کمېټې د دارالانشاء مرستيال، د حج او اوقافو وزير او د هلمند ګڼ شمېر ديني عالمانو او قومي مشرانو په کې ګډون کړى وو.
والي وويل، چې كه څه هم په رسمي توګه يواځې ۷۰ وسلوال مخالفين د سولې له پروسې سره يوځاى شوي دي؛ خو په عام ډول په سلګونو مخالفينو له مخالفت څخه لاس اخيستى او خپل عادي ژوند يي پيل كړى دى.
هغه زياته کړه: ((دا يو پرمختګ دى، خو څنګه چې د خلكو غوښتنه وه، په هغه اندازه د سولې پروسه بريالۍ نه ده او شوى پرمختګ لږ دى.))
د ده په وينا، دا يوه ملي پروسه ده، له همدې امله قومي مشران او ديني عالمان بايد هڅه وكړي، چې د دولت وسله وال مخالفين له مخالفت څخه راوګرځوي او د هېواد پرمختګ ته يې راوبولي.
د منګل په خبره، اوس مهال په هلمند كې د امنيت ساحه پراخه شوې او په ولسواليو كې حكومتداري پياوړي شوې ده.
ده وويل، چې په ځينو سيمو كې داسې كسان هم شته، چې پخوا د وسلوالو طالبانو په ليکو کې وو او اوس په سيمه ييزو پوليسو كې دندې ترسره كوي.
په ياده شوې غونډه كې د سولې د عالي شورا د تبليغاتو کمېټې مشر قاضي محمد امين وقاد د دولت پر وسله والو طالبانو غږ وكړ، چې له مخالفت څخه لاس واخلي او دولت به يې هر ډول غوښتنې ومني او د وړتيا له مخې به په اړوندو ادارو كې دندې وركړي.
نوموړي افغان وسلوال طالبان وروڼه وبلل او زياته يې کړه، چې هغوى به پخلا كوي او پالنه به يې كوي؛ خو د پرديو وسله والو شتون په هېڅ ډول نه شي منلى.
د حج او اوقافو وزير ډاكټر يوسف نيازي هم په هېواد كې د ټولو اوسنيو ستونزو لامل د تعليمي کچې ټيټوالى وباله.
ده وويل: ((ناامني د ټولو بدبختيو مور ده او له ولس او د دولت له مخالفينو څخه غواړم، چې د يوه مثبت بدلون په راوستو كې لاسونه سره يو كړي او له اوسنيو امكاناتو څخه چې هېواد ته وركړل شوي دي، ګټه پورته كړي.))
په هلمند كې د سولې د ولايتي شورا د دارالانشاء مشر انجنير محمد داوود فرهنګ پژواك خبري اژانس ته وويل، يو شمېر وسلوال چې د سولې له پروسې سره يوځاى شوي دي، تنخواګانې يې هم ورته ټاكلې دي.
د هغه په وينا، په راتلونكي كې پلان لري، چې يو شمېر وړې پروژې د يو ځاى شويو وسلوالو په واك كې وركړي، تر څو د دولت نور مخالفين هم زړه ښه كړي، چې د سولې له پروسې سره يوځاى شي.
د يادونې وړ ده، چې له دولت سره په يو ځاى شويو وسله والو کې يې تراوسه دوه تنه وژل شوي دي، چې يو يې په ناوه ولسوالۍ د ماين په چاودنه كې او دويم يې په سنګين ولسوالۍ كې د ناپېژاندو وسلوالو له خوا وژل شوى دى.