Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

 کابل ښار (پژواک ٥ سلواغه ٩٠): د ولسي جرګې د اداري پلاوي د ټاکنو جنجالي کېدل، له اروپايي هېوادونو سره د ستراتيژيکو تړونونو لاسليک، د پاکستان او امريکا د اړيکو خړ پړتيا او د افغانستان د سولې پر پروسه د هغې اغېزې د کابل د نن چاپ ورځپاڼو لوى سرټکي دي.

((محور)) ورځپاڼې په خپله نننۍ (د سلواغې ٥مه) سرمقاله کې ليکلي، هغه کشمکشونه او لانجې چې هر کال د ولسي جرګې د اداري پلاوي د ټاکنې پر وخت رامنځ ته کېږي، د پارلمان حيثيت يې له خاورو سره برابر کړى دى.

دغه ورځپاڼه دعوه کوي، چې د ولسي جرګې د اداري پلاوي د ټاکنو د بهير له پيل سره درې څلور اونۍ د کابل ښار په هوټلونو کې د ورځپاڼې په خبره د ((د رايو قمار)) روان وي او د ورځپاڼې په ليکنه، وړمه ورځ (د ولسي جرګې د لومړي مرستيال د ټاکنې ورځ) هم د ځينو وکيلانو د رايې بيه تر لس زره ډالرو پورې وختله.

محور، پر هغو وکيلانو، چې د ورځپاڼې په خبره ملي مفکوره لري او پر افغانستان زړه سوځوي، غږ کوي، چې سره يو شي او د دغو ډول توطيو پر وړاندې په جدي بڼه دريځ غوره کړي.

هشت صبح ورځپاڼې هم ورته موضوع را اخيستې او د دې خبرې په مطرح کولو سره، چې د ولسي جرګې د دويم مرستيال ټاکنه جنجالي شوه، په دې اند ده، چې د ولسي جرګې د دويم مرستيال کرسۍ د ملي شورا د پنځلسمې دورې په څېر لانجمنه شوې ده.

ورځپاڼه په خپله سرمقاله کې ليکي، چې د ملي شورا د دويم کال پيل په داسې حال کې پيل شو، چې په شورا کې دننه ډل بندۍ په عمومي توګه په دوو محورونو څرخي، چې يو يې حکومتي محور او بل د سياسي اپوزيسيون محور دى او زياتوي،چې د ځينو وکيلانو له خوا د سپينې رايې کارولو کمپاين د ولسي جرګې د دويم مرستيال د نه ټاکل کېدو په پروسه کې خپله ونډه ولوبوله.

 هشت صبح په دې باور ده، چې د ولسي جرګې غړي بايد د خپل اداري پلاوي په ترکيب کې د قومي، ګوندي او سياسي محورونو پر ځاى د دغه پلاوي د غړو مديريتي وړتياوو ته ډېره پاملرنه وکړي.

د ويسا،افغانستان، خدمتګار او ارادې ورځپاڼو بيا په خپلو نننيو ګڼو کې د هېواد د سولې پر پروسه خبرې کړې او هرې ورځپاڼې له خپل ليدلوري دغه پروسه ارزولې ده.

د ويسا ورځپاڼه ((سوله په خيراتونو نه، په ملي اراده راځي)) تر سرليک لاندې په خپله سرليکنه کې دې ټکي ته اشاره کړې، چې په افغانستان کې د سولې د ټينګښت موضوع تر ډېره د بهرنيانو، په تېره بيا د امريکا پر ګټو څرخېږي، كه د جګړې په دوام كې د دوى ګټې نغښتې وي، بيا د سولې په راتلو كې هېڅ بېړه نه كوي.

ويسا د دغه حالت د بدلون لاره د ولس پر اراده پورې تړلې ګڼې او ليکي، چې كه افغان ولس په يوه محور راټول او د خپل راتلونكي لپاره سره متحد شي، سليقوي او وړوكي اختلافونه شا ته كړي او د خپل ولس د راتلونكې په اړه راپورته شي، بيا به امريكا او نړيواله ټولنه زموږ د ولس ارادې ته سلامي ولاړه وي.

خدمتګار ورځپاڼه هم په دې اند ده، چې سوله بايد د افغان دولت د سر په قيمت تمامه نه شي او ليکي، چې طالبان د افغانستان د نا امنۍ اصلي عوامل نه دي، بلكې اصلي عوامل د ورځپاڼې په خبره، د افغانستان ستراتيژيك ملحوظات دي، چې پاكستان او ايران يې د ځان په ګټه بدلول غواړي.

خدمتګار په دغه باور ده، چې افغان دولت بايد د هېواد د سياست او امنيت د خوندي كولو لپاره د هېواد پر ستراتيژيكو كرښو استوار ګامونه مخته واخلي او له هېڅ ډلې سره داسې معامله ونه كړي، چې ورسره هغه څه ته، چې ورځپانه ورته د هېواد ستراتيژيك حيثيت وايي، زيان واوړي.

د افغانستان ورځپاڼه هم د سولې په پروسه کې شته نا څرګنديو ته ګوته نيسي او د دې خبرې په کولو سره، چې د سولې پروسه تر اوسه د لارې په پيل کې ده او د هغې پر وړاندې لويې ستونزې، اندېښنې او ناڅرګندوالى شتون لري، د تل په شان په دې پروسه کې د افغانستان د سياسي ډلو او د ورځپاڼې په خبره د خلکو د جغرافيې د يوې پراخې برخې د ځاى موضوع ته اشاره لري.

ورځپاڼه وايي، چې د سولې پروسې تر اوسه څه د افغان دولت تر مشرۍ او څه هم د نړيوالو تر مشرۍ لاندې لازمه رونتيا نه ده درلودلې او د ورځپاڼې په خبره، د افغانستان د خلکو، سياسي ډلو او جغرافيايي سيمو اکثريت نه دي توانېدلي، ځان ته ځاى په کې پيدا کړي او له همدې امله ورځپاڼه قضاوت کوي، چې په دې پروسه کې د هېواد واقعيتونه په پام کې نه دي نيول شوي.

د ارادې ورځپاڼې بيا په افغانستان کې د تل پاتې سولې د ټينګښت لپاره له لازمو شونتياوو څخه يادونه کړې او په دې باور ده، چې افغان دولت، نړيواله ټولنه او وسله وال مخالفين دې پايلې ته رسېدلي، چې په افغانستان کې د امنيت ټينګښت د جګړې او زور زياتي له لارې ممکن نه دى.

د ماندګار ورځپاڼه بيا له اروپايي هېوادونو سره د افغان دولت د ستراتيژيکو تړونونو لاسليک ته اشاره کړې او په دې نظر ده، چې ولسمشر کرزى په خپل اوسني دريځ کې غواړي، له دغو هېوادونو سره د ستراتيژيکو تړونونو د لاسليک له لارې سياسي استفاده وکړي.

ماندګار د نورو حکومتي کړنو او سياستونو په څېر دغه وروستي اقدام ته هم د شک په سترګه ګوري او په دې اند ده، چې د دغه ډول تړونونو لاسليک به د دې سبب شي، چې افغانستان په لا زياتو هېوادونو پورې وتړل شي؛ ځکه د ورځپاڼې په خبره دغه ډول تړونونه يو اړخېز دي او اروپايي هېوادونه به د دغو تړونونو له مخې له افغانستان سره مرسته کوي، په داسې حال کې چې افغانستان په مقابل کې هېڅ نه لري، چې دغو هېوادونو ته يې ورکړي.

خو دولتي ورځپاڼه هېواد بيا د ماندګار پر خلاف په دې اند ده، چې د ورځپاڼې په خبره، له سترو صنعتي هېوادونو سره د ستراتيژيکو اړيکو تړونونه ډېر ارزښت لري.

هېواد ليکي، چې افغان حکومت ته د راتلونکې لپاره د ستراتيژيکو ملګرتياوو مسئله لومړيتوب لري، نو د ټولو سيمه ييزو او ګاونډيو هېوادونو له مخالفت سره سره خپل نړيوال ستراتيژيک ملګري مومي؛ ځکه دغه تړونونه د ورځپاڼې په خبره د هغوى په ګټه هم دي.

د سرنوشت ورځپاڼه بيا د امريکا او پاکستان د اړيکو خړ پړتيا ته کتنه کوي او په داسې حال کې، چې د افغانستان د سولې پر پروسې د هغې اثرات څېړي، ليکي، چې د اړيکو دغه خړپړتيا کولاى شي په هېواد کې د سولې پيل شوې پروسې ته زيان ورسوي.

سرنوشت په دې اند ده، چې پاکستان کولاى شي د افغانستان د جګړي په اوږدولو کې مهمه ونډه ولري؛ ځکه دا جګړه د ورځپاڼې په خبره، د امريکايي او پاکستاني موخو د ترلاسه کولو لپاره پيل شوې جګړه ده؛ ځکه نو د سولې په پروسه کې د پاکستان ونډه هم همدومره مهمه ده، لکه د امريکا.

د ملي باور ورځپاڼې بيا په هرات کې ايران ته د جاسوسۍ په تور د يوه افغان وګړي محاکمې ته اشاره کړې او د کارپوهانو له قوله يې ليکلي دي، چې افغانستان اوسمهال د سيمې او نړۍ د استخباراتي شبکو د جاسوسانو په ځاله اوښتى دى.

ملي باور له افغان دولت څخه غواړي، چې د ايران پر دغه جاسوس سربېره دې د پاکستان او نورو هېوادونو د استخباراتي شبکو جاسوسان هم په افغانستان کې پيدا او هغوى ته دې جزا ورکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.