Language

د ايټاليا د پارلمان مشر له افغانستان سره د ستراتيژيک تړون پر لاسليک خوښي وښوده

کابل (پژواک ٦سلواغه٩٠): د ايټاليا د پارلمان مشر له ولسمشر حامد کرزي سره په کتنه کې د ستراتيژيکو اړيکو د سند لاسليکول د دواړو هېوادونو په ګټه وباله.

 ټاکل شوې ده، چې د افغانستان په وخت نن شپه، د افغانستان او ايټاليا ترمنځ د اوږدمهاله ستراتيژيکو همکاريو تړون لاسليک شي.

 ولسمشر حامدکرزي دوه ورځې مخکې درېيو اورپايي هېوادونو (بريتانيا، فرانسې او ايټاليا) ته پنځه ورځنى سفر پيل کړى او د دغه سفر په ترڅ کې به له دغو هېوادونو سره د اوږدمهاله همکاريو تړونونه هم لاسليک شي.

 د ولسمشرۍ ماڼۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې ولسمشر حامد کرزي نن له غرمې مخکې دايټاليا د پارلمان له مشر ګاين فرانکو فيني سره د ايټاليا په پارلمان کې وکتل.

 خبرپاڼه زياتوي، چې فيني د ستراتيژيک تړون پر لاسليک خوښي څرګنده کړه او زياته يې کړه، چې له مخې به يې ايټاليا وتوانېږي، ترڅو له ۲۰۱۴ کال وروسته افغانستان سره خپل رول او مرستو ته ادامه ورکړي.

 خبرپاڼه وايي، چې د ايټاليا د پارلمان مشر ټينګار وکړ، چې د ايټاليا او افغانستان د پارلمانونو تر منځ اړيکې او همکارۍ زياتې او پراخه شي.

 ولسمشر کرزي هم د ايټاليا او افغانستان تر منځ اړيکې ژورې او دوستانه وبللې اوزياته يې کړه، همدا لامل و، چې دوو افغان پاچاهانو د ايټاليا په پلازمېنه روم کې استوګنه غوره کړه.

 همداراز د افغانستان ولسمشر وويل، چې د بُن په دويم کنفرانس کې د ايټاليا ګډون او له کنفرانس څخه د دغه هېواد ملاتړ افغانانو ته دا ثابته کړه، چې ايټاليا به له ۲۰۱۴ کال وروسته هم خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.

 حامد کرزي په دې کتنه کې د افغانستان د روانو حالاتو، سولې  او د مسووليتونو د لېږد د بهير په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل، چې افغانستان چمتو دى تر ۲۰۱۴ کال پورې ټول مسووليتونه له نړيوالو ځواکونو افغان ځواکونو ته ولېږدول شي.