Language

د خيبرپښتونخوا لوبډلې دافغانستان کرکټ بورډ لوبډلې ته ماتې ورکړه

جلال اباد ( پژواک ۶ سلواغه ۹۰ ) : د ننګرهار په غازي امان الله لوبغالي کې دپاکستان د خيبر پښتونخوا لوبډلې د افغانستان کرکټ بورډ لوبډلې ته ماتې ورکړه، خو ددې سياليو لړۍ افغانستان درې په يو وګټله.

دافغانستان کرکټ بورډ په بلنه د پاکستان خيبر پښتونخوا ايالت لوبډله د پنځو سياليو ترسره کولو په موخه تيره اونۍ جلال اباد ته راغلې وه.
نن  دسلواغې په ۶مه، ددې سياليو وروستۍ او پنځمه لوبه ترسره شوه، چې د خيبر پښتونخوا لوبډلې په بريا پاي ته ورسېده.
د افغانستان کرکټ بورډ درسنيو څانګې يو تن غړي فريد هوتک پژواک خبري اژانس ته وويل چې ددې ۳۵ اووريزې لوبې پچه د کرکټ بورډ لوبډلې وګټله او لومړي يې پخپله بيټنګ وکړ.
د نوموړي په دافغانستان لوبډله  په ۳۵ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځيدو ۱۶۹ منډې جوړې کړې او سيالې ډلې ته يې د ۱۷۰ منډو هدف وټاکه.
هغه زياته کړه چې دافغانستان له لوري ګلبدين نايب ۳۶، سميع الله شينواري ۲۵ او کريم صادق ۲۲ منډې جوړې کړې.
د خيبر پښتونخوا لوبډلې دغه هدف په ۳۴ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځيدو ترلاسه او لوبه يې وګټله.
د افغانستان له لوري همزه هوتک دوه، کريم صادق او سميع الله شينواري يو يو لوبغاړي وسوځول.
د پښتونخوا لوبډلې لوبغاړي رضوان چې په دې لوبه کې يې ۴۲ منډې جوړې کړې، غوره لوبغاړي اعلان شو، او دافغانستان کريم صادق ددې سياليو دلړۍ غوره لوبغاړي اعلان شو.
د لوبې په پاي کز دننګرهار دروداتو د ولسوال او دافغانستان کرکټ بورډ لخوا پر لوبغاړو انعامونه، مډالونه او ستاينليکونه ووېشل شول.
د خيبر پښتونخوا لوبډلې کپتان افتاب خان دافغانانو د ښې ميلمه پالنې ستاينه وکړه او افغانستان يې خپل دويم کور وباله.
هغه زياته کړه چې افغان لوبغاړي ډير ښه استعدادونه لري او لرې نه ده چې يوه ورځ به دوي د کرکټ په نړۍ کې ښه نوم ولري.
ديادونې وړ ده چې ددې سياليو دلړۍ درې لوبې دافغانستان کرکټ بورډ لوبډلې ګټلې وې  او څلورمه يې د باران له امله نه وه ترسره شوې.