Language

جلال اباد (پژواک ٦ سلواغه ٩٠) : د امنيتي واکونو د لېږد په دوهم پړاو کې د سلواغې په ٦مه د ننګرهار مرکز او څلور ولسوالۍ افغان ځواکونو ته وسپارل شوې.

د جلال اباد ښار تر څنګ د ننګرهار له ٢٢ ولسواليو، سره رود، کامه، بهسود او ښېوه په دې پروسه کې ورګډې شوې.

د امنيتي واکونو د لېږد د پروګرام مشر ډاکتر اشرف غني احمدزي په دې اړه جوړې شوې غونډې ته په خپله وينا کې وويل، سره له دې چې افغان ځواکونو ته امنيتي چارې ولېږدول شوې، خو بيا به هم د بهرنيو ځواکونو له لوري د کورنيو ځواکونو روزنه، تجهيز او امکانات د نړيوالې ټولنې له لوري روان وي.

هغه زياته کړه، چې دى د ننګرهار اړوند ځواکونو کې دا وړتيا ويني، چې د دغه ولايت امنيت وساتي.

د نوموړي په وينا، هر کال د هېواد د اردو او پوليسو لګښت ٧ ميليارده ډالرو ته رسېږي، چې د لس کلن تجهيز په موخه به يې په را روانې جوزا مياشت کې په شيکاګو کې يو نړيوال کنفرانس جوړ شي.

د لېږدې د پروسې مشر ډاکتر اشرف غني وويل، چې افغان ولس د وزيرانو له کارونو راضي نه دى او زياته يې کړه چې: ((وزيرانو په غوږونو کې مالوچ اېښي او د ولس ستونزې نه اوري.))

نوموړي له دولته غوښتنه وکړه، چې جدي اصلاحات دې راولي.-

ډاکتر اشرف غني وويل، چې له کابل څخه په ننګرهار، مزار، هرات، کندهار او خوست ولايتونو کې ښه ظرفيتونه موجود دي، دولت دې ترې ګټه پورته کړي.

نوموړي له کابينې غوښتنه وکړه، چې په هېواد کې دې رغنيزې پروژې کم لګښته کړي.

د نوموړي په وينا، په ګاونډيو هېوادونو کې يو کيلومتر سړک په ١٥٠زره امريکايي ډالرو جوړيږي، خو دغه کچه بيا په افغانستان کې ٨٠٠ زره ډالره او يا له دې زياته ده.

د وسلوال پوځ لوى درستيز سترجنرال شېرمحمد کريمي وويل، ملي اردو د دې وړتيا لري، چې د خپلو تجهيزاتو په استعمالولو سره د هېواد له ځمکنۍ بشپړتيا دفاع وکړي.

 نوموړي زياته کړه، چې بهرنيو ګواښونو ته وسلوال پوځ ځواب ورکولاى شي، خو د کورنيو ستونزو په اړه دې دولت سياسي تصميم ونيسي.

لوي درستيز وويل، چې د ملي اردو د سرتېرو لويه برخه د ختيځو ولايتونو ځوانان جوړوي.

نوموړي وويل، چې په ختيځو ولايتونو کې د ملي اردو ځواکونه بسنه نه کوي او دوى غواړي، چې د ٢٠١ سېلاب قول اردو په چوکاټ کې ٤مه لوا فعاله او په نورستان ولايت کې يې ځاى پر ځاى کړي.

په هغو سيمو کې، چې واک يې افغان ځواکونو ته لېږدول شوى، د شپنيو عملياتو په اړه لوى درستيز وويل، د دې اړتيا ليدل کېږي، چې د اردو په تشکيلاتو کې يو څه بدلون راوړل شي.

نوموړي زياته کړه، سره له دې چې ځواکونو يې ګڼ شمېر عمليات په يواځې سر ترسره کړي، خو هغه وسايل نشته ورسره، چې په شپنيو عملياتو کې ترې کار اخيستل کېږي.

شيرمحمد کريمي وويل، هغه ځانګړې چورلکې هم نه لري، چې د شپنيو عملياتو پر مهال سرتېري لېږدوي.

کريمي وويل، چې په کراچۍ بندر کې يې ١٥٠٠ عرادې پر مختللي وسايط د امريکا او پاکستان د اړيکو د ترينګلتيا له امله حصار پاتې دي.

د هغه په وينا، تر ٢٠١٤ زېږديز کاله پورې به د ځمکنيو ځواکونو ټولې ستونزې هوارې شي او د هوايي ځواک به تر ٢٠١٦ کاله پورې په پښو ودرېږي.
د کورنيو چار و وزارت امنيتي مرستيال ستر پاسوال عبدالرحمن رحمن ډاډ څرګند کړ، چې پوليس يې له نورو امنيتي ځواکونو سره په ګډه د امنيت ټينګولو وړتيا لري.

د ننګرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال له نړيوالې ټولنې او دولت څخه غوښتنه وکړه، چې د امنيتي ځواکونو په تجهيز، زربستريز روغتون جوړولو، د کرنې په ماشينريزه کولو او د سپين غره په لمنه کې دې د بندونو جوړولو د مرستو ترڅنګ د ننګرهار کانال ورغوي، د طب، ښوونې او روزنې پوهنځي دې په پوهنتونونو بدل کړي.

د ننګرهار د ولايتي شورا منشي لعل محمد دراني په ولايتي ادارې نيوکې وکړې، چې چارواکي ولسي وګړي په اسانه نه شي ليدى.

نوموړي زياته کړه، د دغه ولايت ښوونځي داسې مهال ودانۍ نه لري، چې پوهنې وزارت په يوه کال کې ٢٢ سلنه بوديجه لګولې ده.

په افغانستان کې د امريکا د سفارت مرستيال ريچارد وولسن په خپله وينا کې وويل، چې دولت يې د لېږد د پروسې ملاتړ کوي.

هغه زياته کړه: ((انتقال د همکارۍ د ختمېدو په مانا نه دى، زموږ مرسته او ملګرتيا به اوږدمهاله وي.))

نوموړي زياته کړه، چې هېواد يې له لسو کلونو راهيسې له ننګرهار ولايت سره ٣٤٤ ميليونه ډالره مرسته کړې، چې په کرنه، پوهنه او نورو برخو کې لګول شوې ده.

نوموړي زياته کړه، په هغو ولسواليو کې، چې د لېږد پروسه په کې ترسره شوه، د دوى له لوري د ٢٣ ميليونه ډالرو په لګښت پروژې روانې دي.

د يادونې ده، چې د واک لېږدونې مراسم د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې پر داسې مهال ترسره شول، چې د اشرف غني احمدزي له خوا د موزيک د ډلې په بدرګه ملي بيرغ ورپول او د امريکا د متحده ايالتونو بيرغ راښکته کړل شو.