ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا کرکټ لوبغاړو ولايتي اداره له دوى سره په نه همکاري تورنه کړه

د پکتيا کرکټ لوبغاړو ولايتي اداره له دوى سره په نه همکاري تورنه کړه

author avatar
26 Jan 2012 - 16:35
د پکتيا کرکټ لوبغاړو ولايتي اداره له دوى سره په نه همکاري تورنه کړه
author avatar
26 Jan 2012 - 16:35

ګردېز (پژواک ٦ سلواغه ۹۰): په پکتيا کې د کرکټ لوبغاړي له ولايتي ادارې شکايت کوي، چې دوى ته پاملرنه نه کوي او غوښتنې يې نه منل کېږي.

 د پکتيا ولايت د عبدالحی ګردېزي کرکټ لوبډلې کپتان محمدامان پژواک اژانس ته وويل، چې حکومت او په تېره بيا ځايي اداره له دوى سره همکاري نه کوي.

 د هغه په وينا، له دې سره سره، چې په پکتيا کې کرکټ لوبې وده کړې، خو بيا هم د ټول ولايت په کچه د لوبو لپاره يو لوبغالی هم نشته.

 نوموړي وويل، چې پکتيا په تېرو درېيو کلونو کې د افغانستان په کچه په کرکټ لوبو کې په لومړي کتار کې راځي، يو ځل لومړى او بل ځل يې دويم مقامونه خپل کړي او له سيمه ييزې ولايتي لوبډلې څخه يې اته لوبغاړي په ملي، اې لوبډلې او د نولس کلنو لوبډلې ته ورکړي دي.

 د ده په خبره، تر اوسه د لوبغاړو د روزنې لپاره په پکتيا کې نه په دولتي کچه او نه هم په شخصي ډول کومه اکاډمي جوړه شوې ده.

 امان زياته کړه: ((موږ به په هغې ځمکه څه وکړو، چې راکړل شوې ده؟ موږ ته بايد ميدان پرې جوړ شي، چې ګټه ترې وانه خلو، کېدای شي څو ورځې وروسته يې زورواکي غصب کړي.))

 د رود احمدزي کرکټ لوبډلې کپتان محمدالله پژواک اژانس ته وويل، چې دوى به په نږدې ورځو د يو شمېر ولايتونو له لوبډلو سره د کرکټ سيالۍ پيل کړي، خو د لوبغالي د نه شتون له امله يې لوبغاړو ډېر وخت تمرينې لوبې نه دې کړې.

 د ده په وينا، د پکتيا د لوبډلو ټول لوبغاړي د خپلو تمرينونو په موخه ګاونډي هېواد پاکستان ته سفر کوي.

 نوموړی زياتوي: ((دا زموږ لپاره د شرم ځای دی، چې په ټول ولايت کې يو لوبغالی نه لرو، د لوبغالي لپاره د کرکټ بورډ ۴۰ جريبه ځمکه لري، خو تر اوسه پرې کار نه دى پيل شوى.))

 په پکتيا کې د کرکټ بورډ استازى نيازالله احمدزى وايي، چې دوى د لوبغاړو ستونزه مني او بايد په دې برخه کې ولايتي اداره ورسره مرسته وکړي.

 د ده په وينا، په پکتيا کې د کرکټ ټول لوبغاړي په خپلو لګښتونو تر دغه ځايه رارسېدلي، چې دوه ځلې يې د هېواد په کچه لومړی او دويم مقامونه خپل کړي دي.

 نوموړی زياتوي، چې تر اوسه په ډېرو ولايتونو کې کرکټ بورډ د لوبغالي د جوړېدو لپاره ځمکه نه لري، خو په پکتيا کې د ولايت مقام له لوري ورته ۴۰ جريبه ځمکه ځانګړې شوې او که چېرته پرې لوبغالی جوړ شي، ښايي په ډېرو وختونو کې، چې په جلال اباد او کابل کې ګرمي وي، دلته لوبې ترسره شي.

 احمدزي زياته کړه، چې د افغانستان کرکټ بورډ هم هڅه کوي، چې د لوبغالي د جوړېدو لپاره ورته بوديجه برابره کړي، خو د پکتيا ولايت ته د کوکنارو د نه کر امتيازي پيسې بايد يو څه د ورزش په برخه کې ولګول شي.

 د يادونې ده، چې اوس په ټوله پکتيا کې د کرکټ شاوخوا ۵۰ لوبډلې دي او د پکتيا له کرکټ بورډ ادارې سره په رسمي ډول ثبت او راجستر دي، چې په دې کې يې د نږدې شلو لوبډلو لوبغاړي په ولايتي کچه په لوبو کې هم برخه اخلي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.