Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل ښارکې د اوړو او بورې بيې ټيټې، خو د ايرانى سرو زرو لوړه شوې ده

کابل (پژواک ٦ سلواغه٠ ٩): نن د تېرې پنجشنبې په پرتله په کابل ښار کې د ايرانى سرو زرو بيې لوړې شوې، خو د اوړو او بورې بيه را ټيټه شوې ده.

د مريم لېسې په بازار کې د سرو زرو يو پلورونکى عبدالبصير وايي، چې نن (د سلواغې ٦مه) د يو ګرام عربي سرو زرو بيه ٢٣٠٠ او د يو ګرام ايراني سرو زرو بيه ١٩٠٠ افغانۍ ده.

تېره اونۍ د کابل ښار په بازارونو کې د يو ګرام عربي سرو زرو بيه ٢٢٥٠ او د يو ګرام ايراني سروزرو بيه ١٨٥٠ افغانۍ وه.

د سرو زور پلورونکي وايي، چې د کابل په بازارونو کې د سرو زرو د بيې لوړوالى، په نړيوالو بازارونو کې د هغې د بيې په لوړېدو پورې اړه لري.

 د کابل ښار د خوراکي توکو د سوداګرو د ټولنې مشر فضل الرحمن وويل، چې نن هم د تېرې پنجشنبې په پرتله د يوې پنځوس کيلويي بورۍ برازيلۍ بورې بيه له ٢١٦٠ افغانيو څخه ٢٠٥٠ افغانيو او د يوې پنځوس کيلويي بورۍ پاکستاني اوړو بيه له ١٠١٠ افغانيو څخه ٩٩٠ افغانيو ته ټيټه شوې ده.

هغه د کابل په بازارونو کې د بورې او اوړو د بيو د ټيټېدو لامل د خلکو د تقاضا کموالى بولي.

خو د سرچينې په وينا، د تېرې پنجشنبې په څېر د يوې بورۍ لومړۍ درجه سېله وريجو بيه ٢٥٠٠ افغانۍ، د يو پنځه لېتره پيپ سپين غر غوړيو بيه ٤١٠ افغانۍ، د يو کيلو افريقايي تور چاى بيه ١٩٠ افغانۍ او د يو کيلو اندونيزيايي شين چاى بيه ١٦٠ افغانۍ ده.

د خوراکي توکو د پرچون بيې د هغو د عمده بيو په پرتله په ځينو ځايونو کې ډېرې او په ځينو کې لږ توپير لري.

 د کابل ښار د قلعه فتح الله په سيمه کې د خوراکي توکو يوه پلورونکي شکرالله وويل، چې يوه بورۍ ٥٠ کيلويي لومړۍ درجه سېله پاکستانۍ وريجې په ٢٧٠٠ افغانۍ او يوه بورۍ ٥٠ کيلويي برازيلۍ بوره په ٢٢٥٠ افغانۍ پلوري.

 هغه وويل، چې يوه بورۍ لومړي درجه پاکستاني اوړه په ١١٢٠ افغانۍ، يو پيپ پنځه لېتره سپين غر غوړي په ٤٦٠ افغانۍ، يو کيلو تور افريقايي چاى په ٢٠٠ افغانۍ او يو کيلو شين اندونيزيايي چاى په ١٩٠ افغانيو پلوري.

په کابل ښار کې د سون توکو بيې پر خپل حال پاتې دي.

 د کابل د تايمنيو په څلورلارې کې د هاشمي د تېلو ټانک يوه کارکوونکي صديق الله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د تېرې پنجشنبې په څېر نن يو لېتر ډېزل په ٦٦ او پټرول په ٦٢ افغانيو پلوري.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د مرغومي په ٢٤مه نېټه اعلان وکړ، چې له روسيې يې لس زره ټنه تېل پېرلي، چې زر ټنه يې کابل را رسېدلي او له يادې نېټې به د کابل ښار دولتي ټانګونه يو لېتر ډېزل په ٦٠ افغانيو پلوري.

سرچينې ويلي و، چې په دولتي ټانکونو کې يو لېتر پټرول د تېرو ورځو په شان په ٦١ افغانۍ پلورل کېږي.

د قلعه فتح الله د سيمې يوه اوسېدونکي سيد شفيق وويل، چې د تېرې اونۍ په څېر يو کيلو اوبلن ګاز په ٦٠ افغانيو پلوري.

د کابل د نوي ښار د شهيد څلورلارې د سيمې يو ګاز پلورونکي احمدالله وايي، چې نن هم يو کيلو اوبلن ګاز په ٦٥ افغانيو پلوري.

دا په داسې حال کې ده، چې د سوداګرۍ او صنايعو وزارت تېره ورځ په شخصي دوکانونو کې د يوه کيلو پرچون اوبلن ګاز بيه ٦٠ افغانۍ اعلان کړه.

د يادونې ده، چې په دولتي پلورنځيو کې د تېرې اونۍ په څېر يو کيلو اوبلن ګاز په ٥٥ افغانۍ پلورل کېږي او هغه شخصي دوکانونه، چې له دولت څخه ګاز اخلي، يو کيلو ګاز په ٥٩ افغانۍ پلوري.

د سون د لرګيو بيې هم په دې اونۍ کې پر خپل حال پاتې دي.

د کابل ښار د قلعه چې د سيمې يوه لرګي پلورونکي جان محمد وويل، چې نن د تېرې پنجشنبې په څېر يو خروار بې پوسته بلوط لرګي په ٦٣٠٠ افغانۍ او يو خروار د ارچې لرګي په ٦٠٠٠ افغانۍ پلوري.

 د کابل ښار د شهزاده سراى د صرافانو د ټولنې مشر محمدامين خوستي د معلوماتو له مخې، نن يو امريکايي ډالر په ٤٩،٥٠ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ٥٤٦ افغانۍ پلورل کېږي.

تېره پنجشنبې يو امريکايي ډالر په ٤٩،٥٥ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ٥٤٣ افغانۍ وې.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.