مهترلام ( پژواک ۷ سلواغه ۹۰ ) : له نړیوالو ځواکونو څخه دواک لیږدونې په دویم پړاوکې د سلواغې په ۷ مه د لغمان د قرغیو ولسوالۍ امنیتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شوې.
افغان ځواکونو ته د امنیت دچارو دسپارلو مراسم نن په مهترلام کې جوړ شوي وو، چې پکې د دې پروسې مشر ډاکټر اشرف غني احمدزی، د لغمان والي اقبال عزیزي ، د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندان، امنیه قوماندان، نورو ملکي او نظامي چارواکیو او قومي مشرانو برخه اخیستې وه.
ډاکټراشرف غني احمدزي وویل چې د لغمان ولایت امنیت ډیر ښه شوی او پر ننګرهاریانو یې غږ وکړ، چې لغمان نه دملي وحدت ، سولي راوستل اود انتقال چارې زده کړي .
هغه زیاته کړه چې په هیواد کې اداري فساد دسرطان ناروغۍ بڼه لري او ملي یووالی یې له ګواښ سره مخ کړی دی.
د لیږد دپروسې مشروویل چې ددغې پروسې په درییم اوڅلورمه مرحله کې دعدلي اوقضاي اورګانونه په جدي اصلاحاتو لاس پورې کړي .
د داکتر غني پروینا د ۲۰۱۴ کاله پوري دهیواد دامنیت چاري ټولی افغان ځواکونو ته وسپارل شي .
نوموړی وویل چې ددغي بهیرپه دریمه مرحله کې به دهغو ولایاتوپراخي کړني افغان ځواکونو ته وسپارل شي چې دوه لومړي پړاونه پکې ترسره شوي دي .
اشرف غني احمدزي زیاته کړه چې په پنځمه اوشپږمه مرحله کې به دهیواد دټولو سرحدي ولسولیو امنیتي چاري افغان امنیتي ځواکونو ته وسپارل شي او له هغې وروسته به له هیواده بهر دملي ځواکونو دتجهزاتو منابع ولټوي .
د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندان تورن جنرال عبدالله پخپله وینا کې وویل چې ځواکونه يي چمتودي چې د ویني تر ورستۍ څاڅکې پوري دهیواد دځمکنۍ بشپړتیا څخه ننګه وکړي .
نوموړي زیاته کړه دکابل جلال اباد لویه لاره په بشپړډول ددوي دځواکونو تر امنیتي پوښخ لاندي راغلي او ډاډ ورکوي چې تر دې ورسته به ډیره خوندي وي .
د هغه په وینا، سیلاب قول اوردو پرقرغیو ولسوالۍ کې پرته ده چې امنیتي هڅو به يي دقرغیو اوګړوچ له لارې ډیر ژر دنغلوبریښنا لیږدوني چاري سر ته ورسیږي .
د لغمان والی محمد اقبال عزیزی وویل چې په دغه ولایت کې دواک لیږدونې لومړی پړاو وروسته یې د ولس باور ترلاسه کړی دی.
هغه هیله څرګنده کړه چې دپروسې په درییم پړاو کې به ددې ولایت ټولې سیمې تر افغاني امنیتي پوښښ لاندې راشي.
د قرغیو ولسوالۍ د قومي شورا مشرحاجی شامرد خان پژواک اژانس ته وویل چې دقرغیو ولسوالۍ خلک سوله خوښوي او دا لومړۍ ولسوالۍ وه، چې له وسلو پاکه او د سولې په نوم ونومول شوه.
نوموړي دکابل جلالاباد په لویه لاره دشته ستونزواوننګونوپه اړه له نړیوالوټولني وغوښتل چې افغان ځواکونو پرمختللې وسلې ورکړي.
افغان ځواکونو ته دامنیت د چارو د لیږدولو پروسه د روان لمریز کال د چنګاښ په میاشت کې پیل شوه، او په لومړي پړاو کې د لغمان ولایت د مهترلام ښار په ګډون اوه سیمې افغان ځواکونو ته وسپارل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP