جلال اباد (پژواک ٨ سلواغه ٩٠): د کونړ امنيه قوماندان وايي، چې له دغه ولايت څخه د نورستان تښتول شوي ١٥پوليس خوشي شوي دي.
نن سهار د نورستان ولايت چارواکو خبر ورکړى و، چې تېر مازديګر د کونړ د ماڼوګي ولسوالۍ په ليچلام سيمه کې ١٨ پوليس وتښتول شول، چې اته يې بېرته خوشي شوي دي.
خو د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عوض محمد نذيري وايي، چې د نورستان ١٨ نه، بلکې ١٥ پوليس تښتول شوي وو.
هغه زياته کړه، چې تښتونکو له دغو پوليسو د څلورو مياشتو معاشونه اخيستي او بېرته يې خوشي کړي دي.
له دې مخکې د نورستان د والي سکرتر يوسف نورستاني د کونړ له چارواکو شکايت کړى، چې دغه سيمه د نا امنۍ له امله نورستانيانو ته د سرطان پر ناروغۍ بدله شوې ده.
يوسف نورستاني زياته کړې وه، چې څو څو ځلې د کونړ له والي او امنيه قوماندانه غوښتل شوي و، چې د وسلوالو مخالفينو پر ضد دې په ياده سيمه کې عمليات وکړي، خو په دې اړه لا هېڅ ګام نه دى پورته شوى.
خو د کونړ امنيه قوماندان نذيري وايي، چې د کونړ او نورستان تر منځ لويه لاره په غرنيزه سيمه کې تېره شوې او دوى نه شي کولاى، چې هلته يو په بلې پسې پوستې واچوي.
هغه زياته کړه، چې کله نا کله په دغو سيمو کې عمليات ترسره کوي، خو په دوامداره توګه هلته عمليات ترسره کول ناشونى کار دى.
وسلوالو مخالفينو د دغو پوليسو د تښتونې په اړه څه نه دي ويلي.
تېر کال هم د نورستان ولايت ٥٠ پوليس په کونړ ولايت کې تښتول شوي وو، خو بيا وروسته خوشي شول.
Views: 3
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP