Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچان

 کابل (پژواک ٨ سلواغه ٩٠): د کابل چاپ نننيو ورځپاڼو د اونۍ پيل اروپايي هېوادونو ته د ولسمشر حامد کرزي په سفر او له درېيو اروپايي هېوادونو سره د ستراتيژيکو تړونونو او سندونو پر لاسليک کړى دى او ځينو ورځپانو هم بيا له وسلوالو مخالفينو سره د سولې خبرې اترې او په دې اړه د امريکا، پاکستان او وسلوالو طالبانو کړنې څېړلې دي.

د هېواد او اصلاح دولتي ورځپاڼو او د سرنوشت، افغانستان او محور غير دولتى ورځپاڼو له درېيو اروپايي هېوادونو سره د افغانستان د ستراتيژيکو اړيکو تړونونه او دغو هېوادونو ته د ولسمشر حامدکرزي سفر له بېلابېلو لوريو او محورونو څخه په خپلو سرمقالو کې څېړلى او په دې اړه هره ورځپاڼه ځانګړى نظر لري.

هېواد ورځپاڼه په دې اند ده، چې په اوسنيو حالاتو کې دغه ډول تړونونه د افغانستان لپاره خورا مهم او ارزښتناک دي.

دغه ورځپاڼه ليکي، چې افغانستان د لومړي ځل لپاره د نړيوالې ټولنې له پوره ملاتړ څخه برخمن شوى او د ورځپاڼې په خبره، د نړۍ ستر هېوادونه اوس پر افغانستان باور کوي او په کار ده، چې افغانستان له دغه باور او ملاتړ څخه پوره ګټه واخلي.

اصلاح ورځپاڼه هم دې ته ورته نظر لري او ليکي، چې د هېوادونو تر منځ ستراتيژيک تړونونه، د هغوى د ښو اړيکو ښکارندويي کوي.

ورځپاڼه زياتوي، چې افغانستان درېيو لسيزو جګړو ځپلى او اوس هم زموږ په کورنيو چارو کې د ګاونډيانو لاسوهنې دوام لري او د ورځپاڼې په خبره، د سولې او امنيت تامين او په بېلابېلو برخو کې د بيارغونې او پرمختيايي کارونه په يواځې نه شي ترسره کېداى؛ ځکه نو د اصلاح په خبره، اړينه ده چې له يو شمېر دوستو هېوادونو سره د ستراتيژيکو همکاريو تړونونه لاسليک شي.

خو محور غير دولتي ورځپاڼه بيا د دغو تړونونو په اړه بېل نظر لري، ورځپاڼه ليکي، چې که د ولسمشر حامدکرزي دغه وروستى سفر او د دغو تړونونو او سندونو لاسليک په داسې وخت کې شوى واى، د ورځپاڼې په خبره، چې افغانستان په دقيقه توګه د ثبات پر لور روان واى، او د دغه هېواد په چاروکې د ښکېلو ځواکمنو هېوادونو پر نيتونو شک نه واى، نو افغانستان به په خپل تاريخ کې تر دغه ښه چانس نه واى موندلى.

محور همدارنگه ليکي، چې که د دغو ستراتيژيکو تړونونو په منځ کې د خپلې خوښې ټکي او ملي ګټې نه مومو او نړۍ په متقابل احترام نه شو قانع کولاى او د خپلو سيالانو لاسونه تر خپلو ټاکلو بريدونو نه شو لنډولاى، نو ښه دا ده، چې يواځې د ملګرتيا په نامه په دغو کاغذونو لاسليک ونه کړو.

همدارنگه افغانستان ورځپاڼه هم د دغو ستراتيژيکو تړونونو په اړه ليکي، چې تر اوسه د افغانستان خلک په دې نه پوهېږي، چې په دې کمه موده کې د دغو ستراتيژيکو تړونونو لاسليک څه موخه او مفهوم درلوداى شي.

ورځپاڼه ليکي، چې په يواځې توګه او د افغان دولت له لازمې تيارۍ پرته د ستراتيژيکو تړونونو او سندونو لاسليک نه شي کولاى لازمه ګټه ولري او د افغانستان راتلونکى تضمين کړي.

همدارنګه د سرنوشت ورځپاڼه بيا د دغو تړونونو لاسليک ته په خوشبينانه نظر ګوري او په دې اند ده، چې د دغو تړونونو په لاسليک سره به تر٢٠١٤ کال وروسته، چې نړيوال ځواکونه له افغانستان څخه وځي، د افغانستان د يواځې پاتې کېدو وېره به له منځه تللې وي.

د هشت صبح او ملي ارمان ورځپاڼې بيا د سولې او روغې جوړې وروستيو هلوځلو ته اشاره لري او په دې اړه يې د امريکا، پاکستان او وسلوالو طالبانو کړنې څېړي.

هشت صبح ورځپاڼه په کابل کې د امريکا د سفير راين کراکر وروستۍ څرګندونې را اخيستې او په دې باور ده، چې امريکا تر اوسه هم د سولې او روغې جوړې د پروسې په ترڅ کې د خپلو وړاندې کړو شرطونو د پوره کولو غوښتونکې ده.

ورځپاڼه ليکي، چې د امريکا سياسي او پوځي تاکتيکونو له طالبانو څخه لار ورکه کړې او د ورځپاڼې پر باور، طالبان يې له سياسي پلوه په څو ډلو سره وېشلي دي.

خو له دې سره سره هشت صبح بيا د سولې پر پروسه او له مخالفينو سره د چلند په برخه کې د افغان دولت پر کړنو هم ګوت نيونه کوي او په دې باور ده، چې حکومت په وروستيو څلور کلونو کې ونه شو کړاى، چې د دې پروسې په اړه د افغانستان د سياسي ډلو، ملي شورا او خلکو ملاتړ له ځان سره ولري.

ملي ارمان ورځپاڼه بيا د قطر په هېواد کې د طالبانو د استازو شتون ته ګوته نيسي او په دې باور ده، چې طالبان غواړي د سولې خبرې اترې پيل کړي او په دې اړه غواړي پاکستان هم راګډ کړي.

ملي ارمان ورځپاڼه د قطر هېواد ته د پاکستان د استخباراتي ادارې د مشر وروستي سفر ته هم اشاره لري او په دې اند ده، چې پاکستاني چارواکي د امريکا او وسلوالو طالبانو تر منځ د سولې او خبرو اترو پروسه له نږدې او په دقت څاري.

د ارادې ورځپاڼه بياپه خپله سرمقاله کې کابل ته د پاکستان د بهرنيو چارو د وزيرې احتمالي سفر ته اشاره کړې او ليکي، چې دغه سفر په داسې حالاتو کې ترسره کېږي، چې له امريکا او افغانستان سره د پاکستان اړيکې تر ټولو زياتې ترينګلې دي.

ورځپاڼه ليکي، چې افغان دولت بايد د نوموړې د سفر په ترڅ کې له پاکستان سره په زغرده او د نړيوالو ډيپلوماتيکو اصولو له مخې خبرې وکړي او له دغه هېواده وغواړي، چې په رښتينې توګه دې له افغانستان سره همکاري وکړي.

د ويسا ورځپاڼې بيا د لندن د ستراتيژيكو مطالعاتو د نړيوال انستيتيوت له خوا ديوه څېړنيز کتاب خپرېدو ته، چې ((تر ۲۰۱۵ وروسته افغانستان)) نومېږي، اشاره کړې او په دې نظر ده، چې نه د بهرنيو ادارو بدې وړاندوينې او نه هم پر خوشباورۍ او ښو اټكلونو ولاړ راپورونه، زموږ د هېواد پر برخليك كوم اغېز درلوداى شي.

ورځپاڼه زياتوي، چې د افغانستان راتلونکى د افغانستان د خلکو په کړنو پورې تړلې دى؛ ځکه د ورځپاڼې په خبره، د ولسونو په برخليك كې تر ټولو لومړى او پرېكنده رول په خپله ولس او سياسي مشران لري، نه بهرني لوري.

د خدمتگار ورځپاڼې بيا په دولتي ادارو کې د پراخ اداري فساد پر شتون ګوت نيونه کړې او د کابل ښار د ګلبهار سنټر د څښتن او څو نور جعلکارانو دوسيې ته په اشارې سره په دې نظر ده، چې د ګلبهار سنټر د څښتن دوسيې نوي شكونه پيدا كړي، چې كېداى شي زرګونه داسې نور ملكيتونه هم وي، چې په جعلي لاسليكونو او اسنادو غصب شوي وي.

د ورځپاڼې په خبره، دا هر څه په هېواد کې د اداري فساد عمق ته ګوته نيسي او له بل پلوه د دغه كار له يوې مافيايي شبكې څخه پرده پورته كېږي، چې كېداى شي تر لوړو مقاماتو يې رېښه ځغلېدلې وي او دغه كار بيا كولاى شي، چې د لويې څارنوالۍ واك او پياوړتيا هم تر پوښتنې لاندې راولي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.