Language

له انګلستان سره د ستراتيژيکو همکاريو تړون نن لاسليک کېږي

کابل (پژواک٨سلواغه٩٠): نن له غرمې وروسته به د ولسمشر حامد کرزى او د انګلستان د لومړي وزير ډيويډ کامرون تر منځ د ستراتيژيکو همکاريو تړون لاسليک شي.

 دا څرګندونې نن (د سلواغې ٨مه) د ولسمشر وياند ايمل فيضي، له لندن څخه د ټېلېفون پر ليکه پژواک خبري اژانس ته وکړې.

هغه وويل، چې کرزى د انګلستان په وخت تېر ماښام لندن ته رسېدلى او نن به د دې هېواد له لومړي وزير او نورو لوړ پوړو دولتي چارواکو سره وګوري.

فيضى وويل چې د افغانستان او انګلستان تر منځ د ستراتيژيکو همکاريو د لاسليک کېدونکي تړون له مخې به، انګلستان له افغانستان سره په بېلابېلو امنيتي، سياسي، اقتصادي پراختيا او نورو برخو کې خپلو اوږدمهاله همکاريو ته دوام ورکړي.

د هغه په وينا،د دې تړون له مخې،انګلستان غواړي په راتلونکي کې د افغانستان د امنيتي ځواکونو د روزنې لپاره په افغانستان کې يوه پوځي اکاډمې جوړه کړي او د دې اکاډمۍ محصلين د روزنې لپاره انګلستان ته هم واستوي.

 فيضى په دې اړه نور معلومات ورنه کړل، خو زياته يې کړه چې انګلستان به د دې تړون له مخې يو شمېر افغان محصلينو ته تحصيلي بورسونه هم ورکړي او د افغانستان له حکومت سره به په ادارو کې د اصلاحاتو د راوستو او د ملکي خدمتونو د کيفيت د لوړوالي په برخه کې مرسته وکړي.

ولسمشر حامد کرزى تېره اونۍ اروپا ته خپل سفر پيل کړى او تردې مهاله يې له فرانسې او اېټاليا سره د اوږدمهاله ستراتيژيکو همکاريو تړونونه لاسليک کړي دي.

فيضي وويلؤ چې ولسمشر حامد کرزى به له انګستان سره د ستراتيژيک تړون تر لاسيلک وروسته د لندن په وخت نن ماښام بېرته افغانستان وګرځي.

هغه اروپا ته د ولسمشر حامد کرزى سفر ګټور او له لاسته راوړنو ډک وباله او هيله يې څرګنده کړه، چې د دې تړونونو له مخې به تر ٢٠١٤ کال وروسته هم له افغانستان سره د دې هېوادونو مرستې دوام وکړي.

د خپرو شويو خبرونو له مخې، د دغو سندونو له مخې به ياد شوي درې اروپايي هېوادونه له ٢٠١٤ زېږديز کال وروسته په افغانستان کې په سياسي، امنيتي، اقتصادي، له نشه يي توکو سره د مبارزې، د قانون پلي کولو، فرهنګي او رسنيزو همکاريو او د وړتياوو لوړولو په برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

څه موده وړاندې، افغانستان له هند سره هم د ستراتيژيکو همکاريو تړون لاسيلک کړ او د امريکا او افغانستان تر منځ هم د ستراتيژيکو همکاريو د سند پر سر له تېر شاوخوا يو کال راهيسې خبرې روانې دي؛ خو تر اوسه لاسليک شوى نه دى.