جلال اباد (پژواک ٨ سلواغه ٩٠): د ننګرهار د کډوالو چارو رياست له خوا د دغه ولايت د کوټ او ښېوې ولسواليو له ١٠٣٠ کورنيو سره، چې سږ کال له کډوالۍ راستنې شوې وې، د خوراکي او ژمنيو توکو مرستې وشوې.
د کډوالو چارو رييس غلام حيدر فقيرزي د سلواغې په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه مرستې د کوټ ولسوالۍ له ٧٥٠ او د ښېوې له ٢٨٠ کورنيو سره د کډوالو چارو د نړيوال سازمان UNHCR له خوا ترسره شوې.
نوموړي زياته کړه، چې په دغو مرستو کې د پخلنځي د وسايلو په ګډون ١٨ قلمه غير خوراکي او ٤ قلمه خوراکي توکي شامل دي.
د هغه په وينا، په مرسته شوو توکو کې د پخلنځي وسايل، ژمنۍ جامې، هرې کورنۍ ته ٨ تختې کمپلې، وريجې، غوړې او دال شامل دي.
د کډوالو چارو رييس وويل، چې اړې کورنۍ يې د يادو ولسواليو له چارواکو سره په ګډه په نښه او لېست کړې وې.
د ښېوې ولسوال اعجازخان مومند پژواک اژانس ته وويل، چې د ولسوالۍ له بېلابېلو سيمو يې د پرمختيايي شورا او کليو مديريت په ګډو هڅو له قومي مشرانو سره په تفاهم يې ٢٨٠ اړې کورنۍ د توکو د ترلاسه کونې په موخه د ولسوالۍ مقام ته رابللې دي.
د کوټ ولسوالۍ د لاغرجو د کلي يوه اوسېدونکي احسان الله پژواک ته وويل، چې د دوى د کلي ١٢ کورنۍ ٩ مياشتې وړاندې له پاکستان څخه راستنې شوې، چې په لومړي ځل ورسره مرسته ترسره شوه.
د دغې ولسوالۍ مترانو کلي ته يو راستون شوى کډوال اجرالله پژواک ته وويل، چې په ترسره شوو مرستو د دوى اوږدمهالې ستونزې نه هوارېږي.
نوموړي زياته کړه، تر هغو چې دولت ورته د سرپناه او روزګار اسانتياوې ورنه کړي، په خپلو پښو نه شي درېدلى.
د يادونې ده، چې له دوو مياشتو راهيسې په دغه ولايت کې د مرستو ترلاسه کوونکو کورنيو شمېر ٣٠٠٠ ته ورسېد.