Language

پاکستان د افغان سوداګرو ١٦٤ کانټينرونو ته د لېږد اجازه ورکړه

کابل (پژواک ٨ سلواغه ٩٠): د پاکستان حکومت د افغان سوداګرو له خوراکي توکو بار له شاوخوا ٧٠٠ کانټينرونو څخه ١٦٤ ته يې، افغانستان ته د لېږد اجازه ورکړه.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت وياند وحيدالله غازي خېل پژواک خبري اژانس ته د يادو څرګندونو ترڅنګ وويل، هڅې روانې دي، څو پاکستان د افغان سوداګرو يادو ټولو کانټينرونو ته د لېږد اجازه ورکړي.

شاوخوا لس ورځې مخکې د افغانستان او پاکستان د اقتصادي ګډې کمېټې په اتمه غونډه کې پاکستاني چارواکو ژمنه کړې وه، چې ياده ستونزه به حل کوي.

د پاکستان حکومت ٧٠٠ هغه يخچال لرونکي موټر، چې د افغان سوداګرو خوراکي توکي په کې بار دي، له شاوخوا يوې نيمې مياشتې راهيسې د دغه هېواد په بېلابېلو سيمو کې درولي دي.

د پاکستان پوځي چارواکي وايي، دغه موټر يې ځکه درولي؛ چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو ته اکمالات کوي، خو افغان چارواکي او سوداګر د دوى دغه ادعا بې ځايه بولي.

د پاکستان حکومت شاوخوا دوه مياشتې مخکې وروسته له هغه د دغه هېواد له لارې د ناټو پر اکمالاتو بنديز لګولى، چې د ناټو ځواکونو په مومندو ايجنسۍ کې په يو بريد کې ٢٤ پاکستاني سرتېري و وژل.

تېر کال هم په پاکستان کې د افغان سوداګرو زرګونه کانټينره توکي د ډېر وخت لپاره د کراچۍ په بندر کې تم شوي وو، خو بيا د افغان حکومت د هڅو په پايله کې را پرېښودل شول.

Related Topics