Language

په کابل کې يوه تن ځان وژنه وکړه

کابل (پژواک ٨ سلواغه ٩٠): د کابل ښار په لسمې امنيتي حوزې پورې اړوند د وزير اکبرخان په سيمه کې يوه تن ځان وژنه وکړه.

په سيمه کې يوه عيني شاهد ١٣ کلن حفيظ الله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې يوه تن په وزير اکبرخان پارک کې ځان په رسۍ په ونې پورې ځوړند کړى و.

حفيظ الله، چې د نوموړي کس مړى يې نن مازيګر شاوخوا ٤ بجې په خپلو سترګو ليدلى دى، وايي چې دغه کس ٢٥ کلن و.

خو دا چې نوموړي کس ولې په ونې پورې ځان ځوړند کړى و، ده يې په اړه معلومات نه درلودل؛ خو زياته يې کړه چې مړى يې د پوليسو له خوا له سيمې يوړل شو.

يوه بل عيني شاهد طلحه چې په سيمه کې دوکان لري، پژواک ته وويل چې شاوخوا ٤ بجې يې په سيمه کې د خلکو ترمنځ د يوه تن د ځان وژنې خبره تر غوږ شوه او دى يې هم د کتلو په موخه له دوکان څخه بهر ووت. 

طلحه وويل: (( خلکو ويل چې په پارک کې يوه کس ځان ځوړند کړى دى، خلک ډېر ور روان وو،  زه هم ووتم؛ خو څوک نه و چې دوکان ورته پرېږدم او زه نږدې ورشم.))

پژواک هڅه وکړه، چې په دې اړه د لسمې امنيتي حوزې نظر هم واخلي؛ خو امنيتي مسوولينو ځواب ورنه کړ.