نيلي (پژواک ٩ سلواغه ٩٠): د ډايکندي ولايت په خدير ولسوالۍ کې د فوټبال د لوبې پر مهال د يوې چاودنې له امله يو ماشوم ووژل شو او دوه نور ټپيان شول.
د خدير ولسوال حاجي عبدالقادر نن (د سلواغې ٩مه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه تېر ماښام، هغه مهال د يادې شوې ولسوالۍ د کيتي په کلي رامنځ ته شوه، چې ماشومانو د فوټبال لوبه کوله.
نوموړي زياته کړه، چې د يادو شويو ماشومانو د فوټبال په توپ کې يو لاسي بم ځاى پرځاى شوى وو، چې د لوبې پر مهال وچاودېد او په پايله کې يې يو ١٢ کلن ماشوم ووژل شو او دوه نور ټپيان شول.
خو نوموړي د توپ په منځ کې د لاسي بم د ځاى پرځاى کولو د څرنګوالى په اړه نور معلومات ورنه کړل.
د ډايکندي د امنيه قوماندانۍ سرپرست دګروال اصف پژواک ته وويل، چې د يادې چاودنې لامل تراوسه معلوم نه دى او د ولايت له مرکز څخه د دوى څېړنيزه ډله خدير ولسوالۍ ته تللې ده.
د خدير ولسوالۍ د پراختيايي شورا رييس ظاهر انصاري پژواک ته وويل، تراوسه معلومه نه ده، چې ياد توپ له کومه ځايه او د چا له خوا ماشومانو ته ورکړل شوى وو.
نوموړي وويل، چې په دې اړه د پوليسو له خوا څېړنې پيل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره مياشت نامسوولو وسله والو کسانو په خدير ولسوالۍ دوه ملکي وګړي ووژل او دوه نور يې ټپيان کړل.