Language

شنونکي: د وروستيو سندونو لاسليک له افغانستان سره د نړۍ ژمنتيا ښيي

کابل (پژواک ٩ سلواغه٩٠): د چارو ځيني پوهان وايي، اروپا ته د ولسمشر کرزي وروستى سفر او له درېيو هېوادونو سره د اوږدمهاله سندونو لاسليکولو وښوده، چې نړۍ لا هم د افغانستان مرستې او ملاتړ ته ژمنه ده.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزى د سلواغې په پنځمه ترکمنستان او له هغه هېواده اروپايي هېوادونو ته سفر وکړ او نن سهار کابل ته راستون شو.

کرزي په دغه سفر کې له فرانسې سره د (دوستۍ او همکارۍ معاهده) له ايټاليا سره د (د همکاريو او دوه اړخېز مشارکت موافقتنامه) او له انګلستان سره د شلو کلونو لپاره د (دوامداره ستراتيژيکو اړيکو سند) لاسليک کړ.

افغان ولسمشر اروپا ته له تلو وړاندې په ترکمنستان کې له خپل ترکمن سيال قربان ګلي بردي محمدوف سره، له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګاز د نلليکې د غځولو پر لارو چارو هم خبرې وکړې.

د کابل پوهنتون د ژورناليزم د پوهنځي استاد احمدضيا رفعت د ولسمشر دغه سفر مهم وباله او پژواک خبري اژانس ته يې وويل، چې د يادو اوږدمهالو او ستراتيژيکو همکاريو د سندونو لاسليک او ژمنې د نړيوالې ټولنې د مرستو د دوام ډاډ کېداى شي.

 رفعت زياته کړه: ((د اوږدمهاله همکاريو د سندونو مواد ښيي، چې نړۍ تر ٢٠١٤ کال وروسته هم له افغانستان سره مرستې او همکارۍ ته لېواله ده.))

ده وويل، چې دغه سفر له سياسي پلوه څرګنده کړه، چې اوسمهال افغانستان د دې وړتيا لري، چې د نړۍ له لويو قدرتونو سره د ستراتيژيکو همکاريو سندونه لاسليک کړي.

څه موده وړاندې افغانستان له هند سره هم د ستراتيژيکو همکاريو تړون لاسليک کړ او د امريکا او افغانستان ترمنځ هم د ستراتيژيکو همکاريو د سند پر سر له تېر شاوخوا يو کال راهيسې خبرې روانې دي، خو تر اوسه لاسليک شوى نه دى.

د رفعت پر باور، له درېيو اروپايي هېوادونو سره د اوږمهاله همکاريو د سندونو په لاسليک سره افغانستان د سيمې او نورو هېوادونو ترمنځ په خپلو اړيکو کې يو ډول توازن رامنځته کړ.

ده وويل، چې د دغو سندونو د موادو عملي کېدل او ترې ګټه اخيستل د افغان چارواکو په سياسي مديريت پورې اړه لري.

بل سياسي کارپوه احمد سعيدي هم وايي، چې اروپا ته د ولسمشر کرزي وروستى سفر وښوده، چې نړۍ لا هم له افغانستان سره مرستو او همکارۍ ته ژمنه ده.

د سعيدي پر باور، له افغانستان څخه د نړۍ د هېوادونو او په ځانګړې توګه د امريکا ترڅنګ د انګلستان، فرانسې او ايټاليا د اوږدمهاله همکاريو د دوام ژمنه، د ولسمشر حامد کرزي د حکومت لپاره له سياسي پلوه لويه لاسته راوړنه ده.

سعيدي که څه هم د کرزي په وروستي سفر کې له درېيو اروپايي هېوادونو سره د لاسليک شوو اوږدمهاله همکاريو د سندونو د ژمنو پر عملي کېدو ډېر باوري نه دى، خو وايي، چې دغه تړونونه بې ګټې هم نه دي.

خو هغه له ټاکلې مودې يو کال وړاندې له افغانستان څخه د فرانسوي سرتېرو وتنه د ملګرو ملتونو او ناټو د نورمونو خلاف کار بولي، چې په وينا يې ولسمشر حامد کرزي هم ورسره موافقه کړې ده.

د فرانسې ولسمشر دغه هېواد ته د کرزي د سفر پر مهال وويل، چې فرانسه به په ٢٠١٣ کال کې خپل سرتېري له افغانستان څخه وباسي.

فرانسې دغه پرېکړه وروسته له هغه کړې ده، چې څو ورځې مخکې د ملي اردو يوه سرتېري په کاپيسا ولايت کې څلور فرانسوي سرتېري و وژل او ١٧ نور يې ټپيان کړل.

د فرانسې ياده پرېکړه په داسې حال کې ده، چې افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو د لېږد د پروسې له مخې ټاکل شوې، چې په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه د ٢٠١٤ کال تر پايه له افغانستان څخه وځي.

فرانسه دغه مهال په افغانستان کې شاوخوا ٤٠٠٠ سرتېري لري او د خپرو شوو راپورونو له مخې، په تېرو شاوخوا لسو کلونو کې يې په افغانستان کې شاوخوا اتيا سرتېري وژل شوي دي.

Related Topics