Language

لرغونى تاريخي اثر بېرته ملي موزيم ته وسپارل شو

کابل(پژواک٩سلواغه٩٠): د افغانستان د ملي موزيم يو ورک شوى ډبرين اثر چې شاوخوا ١٨٠٠ کاله لرغونتوب لري، د بهرنيو چارو وزارت په هڅو ترلاسه او نن په کابل کې د ملي موزيم مشر ته وسپارل شو.

په ډبرين حکاکي شوى اثر کې چې ٣٠ سانتي متره لوړوالى او ٢٦ سانتي متره سور لري، د بودا د شاکردانو تصويرونه حک شوي دي.

دا ډبرين حکاکى شوى اثر د ملي موزيم د مشر عمراخان مسعودي په وينا د کورنيو جګړو پرمهال له زرګونو نورو تاريخي اثارو سره له ملي موزيم څخه غلا شوى او د قاچاق وړونکيو لخوا جرمني ته وړل شوى وو.

دده د معلوماتو له مخې دغه تاريخي اثر د خرڅولو پرمهال د جرمني پوليسو لخوا ترلاسه شو او ورسته په جرمني کې د افغانستان سفارت ته په واک کې ورکړل شو.

مسعودي له جرمني چارواکيو او د بهرنيو چارو وزارت له هڅو مرسته وکړه، چې ياد اثر يې بېرته د افغانستان ملي موزيم ته وسپاره.

ده وويل چې د بهرنيو چارو وزارت وړاندې هم په ځينو هېوادونو کې د افغانستان ملي موزيم پورې تړلي غلا شوي اثار چې په بهرنيو هېوادونو کې  ترلاسه شوي دي، بېرته يې دې موزيم ته سپارلي دي.

مسعودي زياته کړه: ((دا ناب اثر دی، مهم اثر دی چې د کورنيو جنګونو په جريان کې د افغانستان له ملي موزيم څخه لوټ شوى، دا د اهک له تېږې څخه جوړ شوى او په بودايي دورې پورې اړه لري، په دويمې ميلادي پيړې پورې اړه لري، زه ډېر خوشحاله يم، چې يو غلا شوى اثر نن بېرته راغى او خپل اصلي ټاټوبى ته تسليم شو. ))

د افغانستان د ملي موزيم د مشر د معلوماتو له مخې ددې موزيم ٧٠ سلنه تاريخي اثار د کورنيو جګړو پرمهال ورک شوي دي، چې شمېر شاوخوا ٧٠ زرو ته رسېږي.

ده وويل چې افغانستان په ٢٠٠٧ ميلادي کال کې د يونسکو(UNESCO) (د ملګرو ملتونو د روزنيز ، علمي او فرهنګي  سازمان) غړيتوب ترلاسه کړ نو له همدې کال  راهيسې افغانستان خپل٨٥٠٠ ورک شوي تاريخې اثار ، چې بهرنيو هېوادونو ته وړل شوي وو،  بېرته ترلاسه کړي.  

ياد تارخي اثر د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزير سيدمخدوم رهين او د بهرنيو چارو وزير وزير  زلمي رسول  لخوا د ملي موزيم مشر ته وسپارل شول.